oiuytrew
ریس خادیم

ساحل او زلیخا 4 برخه

184 لیدنې 15 رایې
3.7 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

څو ورځې وروسته ناڅاپه زما مور ناروغه شوه. له سهاره یې سر درد کاوه او بدن یې کمزوری و. ما ډېر وارخطا شوم او سمدستي مې خور ته زنګ وواهه.ماښام زلیخا زموږ د کور مخې ته راغله. کله چې یې زما له خور څخه واورېدل چې مور مې ناروغه ده، ډېر خفه شوه.هغې په اندېښنه وپوښتل:"مور مو څنګه ده؟ ډاکټر ته مو وړې ده؟"ما وویل:"نه، لا مو نه ده وړې، خو فکر کوم چې سبا به یې ډاکټر ته یوسو."زلیخا په خواشینۍ وویل:"الله دې ورته روغتیا ورکړي. که کومې مرستې ته اړتیا وي، موږ ته ووایئ."ما ورته وکتل. د هغې په سترګو کې رښتینې اندېښنه وه. هماغه شېبه مې زړه ته دا خبره ولوېده چې زلیخا یوازې زما ګاونډۍ نه ده، بلکې زما د کورنۍ په غم کې هم ځان شریک ګڼي.ما په زړه کې وویل:"شاید رښتینې مینه همداسې وي، چې د خوښۍ ترڅنګ د انسان په غم کې هم زړه درسره درد وکړي."زلیخا له تلو مخکې یو ځل بیا زما مور ته دعا وکړه او روانه شوه.زه د دروازې تر څنګ ولاړ وم او تر هغې مې کتل، تر هغه چې د خپل کور دروازې ته ورسېده.زړه مې غوښتل چې مننه ترې وکړم، خو یوازې دومره مې وویل:"زلیخا، ډېره مننه."هغې له لرې موسکا وکړه او ویې ویل:"د مننې خبره نه ده، ساحله."نور بیا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (15)

15 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
2
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan