له ورځ سهار وختي مې مور لا هم ښه نه وه. ما ډېر اندېښمن وم، ځکه تبه یې لوړه شوې وه. خور مې د مور ترڅنګ ناسته وه او زه د ډاکټر په لټه کې وم.هماغه وخت د دروازې ټکولو غږ راغی. ما چې دروازه خلاصه کړه، زلیخا ولاړه وه. په لاس کې یې د خپلې مور له خوا یو څه خواړه او د درملو لپاره پیسې راوړې وې.هغې په اندېښنه وویل:"ساحله، مور دې څنګه ده؟"ما وویل:"لا هم ښه نه ده، خو انشاءالله ډاکټر ته یې وړم."زلیخا وویل:"الله دې روغتیا ورکړي. که کومه مرسته درسره وکړم، راته ووایه."ما د هغې سترګو ته وکتل او په زړه کې مې احساس کړه چې د هغې اندېښنه یوازې د ګاونډۍ اندېښنه نه وه.ما په نرم غږ وویل:"زلیخا، ستا دا مهرباني به هېڅکله هېره نه کړم."هغې په موسکا وویل:"یوازې زما نه، زموږ د ټولو دعا ورسره ده."هماغه ورځ مې مور ډاکټر ته یووړه. ډاکټر وویل چې جدي ستونزه نه ده، خو څو ورځې باید استراحت وکړي.کله چې مې دا خبره زلیخا ته وکړه، د هغې په مخ کې هم د خوشحالۍ موسکا خپره شوه.ما هغه شېبه درک کړه چې ځینې خلک زموږ په ژوند کې ورو ورو راځي، خو بیا یې د زړه ځای دومره لوی شي چې د دوی شتون زموږ لپاره ډېر مهم شي.نور بیا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)