oiuytrew
ریس خادیم

ساحل او زلیخا 6 برخه

271 لیدنې 16 رایې
3.9 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

څو ورځې وروسته د مور روغتیا ښه شوه. هغه ورځ مې زړه ډېر خوشحاله و، ځکه هغه اندېښنه چې له څو ورځو راهیسې مې په زړه کې وه، ورو ورو ختمېدله.ماښام د کور په انګړ کې ناست وم. هوا ډېره ښکلې وه، اسمان ته مې کتل او د راتلونکي په اړه مې فکر کاوه.ناڅاپه د دروازې ټکولو غږ راغی.زړه مې بې اختیاره درزا پیل کړه. داسې احساس مې وکړ لکه زړه مې چې پوهېږي څوک د دروازې تر شا ولاړ دی.دروازې ته ورغلم.کله مې چې دروازه خلاصه کړه، زلیخا ولاړه وه.هغې په نرم غږ وویل:"ساحله، مور دې څنګه ده؟"ما په موسکا ورته وویل:"الحمدلله، اوس ډېره ښه ده."د هغې پر مخ هم د خوشحالۍ موسکا خپره شوه."الحمدلله... زه ډېره خوشحاله شوم."ما ورته وکتل او په زړه کې مې وویل:"ولې د مور په ښه کېدو دومره خوشحاله شوه؟"خو بیا مې ځواب هم له ځانه سره پیدا کړ.ځکه چې هغه زما د مور د ناروغۍ پر مهال هره ورځ زموږ د کور پوښتنه کوله.زلیخا لږه شېبه چوپه وه. بیا یې وویل:"هغه ورځ چې ستا مور ناروغه وه، زه ډېر وارخطا شوې وم."ما ورته په حیرانتیا وکتل.هغې ژر سترګې ښکته کړې او ویې ویل:"نه پوهېږم ولې، خو زړه مې ډېر اندېښمن و."زما زړه هماغه شېبه عجیب حالت ته لاړ.ما په نرم غږ وویل:"زلیخا، ستا اندېښنه ما هېڅکله نه هېرووم."هغې ورو وویل:"ځینې خلک داسې وي چې د هغوی غم، د انسان خپل غم ښکاري."زما زړه په همدې یوه جمله کې بند پاتې شو.ما د هغې سترګو ته وکتل.زلیخا هم زما خواته وکتل.دواړو هېڅ ونه ویل.خو داسې احساس کېده لکه زموږ سترګې چې له یو بل سره خبرې کوي.څو شېبې وروسته هغې په شرمېدلې موسکا وویل:"ساحله، ته ولې دومره غلی شوې؟"ما هم وخندل او ومې ویل:"نه پوهېږم... شاید ستا د خبرې په فکر کې شوم."هغې وویل:"زما د کومې خبرې؟"ما غوښتل ورته ووایم چې ستا هره خبره زما لپاره ځانګړې ده، خو ژبه مې اجازه نه راکوله.یوازې مې وویل:"هیڅ... بس همداسې."زلیخا هم موسکا وکړه.هغې چې د تلو لپاره مخ واړاوه، ما په زړه کې احساس وکړ چې نه غواړم لاړه شي.خو ما څه ونه ویل.هغې څو قدمه واخیستل، بیا یې شاته وکتل."ساحله!"ما وویل:"هو؟"هغې په ډېر نرم غږ وویل:"خپلې مور ته زما سلام ورسوه."ما ورته وویل:"حتماً."هغې بیا لږه شېبه ودرېده او ویې ویل:"او... ځان هم پام کوه."ما په حیرانتیا ورته وکتل.هغې سمدستي سترګې ښکته کړې او روانه شوه.زه د دروازې تر څنګ ولاړ وم او د هغې د تلو لوري ته مې کتل.په زړه کې مې لومړی ځل یوه خبره په ډېر وضاحت احساس کړه:"زه له زلیخا سره مینه پیدا کړې ده."دا خبره مې له ځانه سره ومنله، خو لا مې نه پوهېدم چې د هغې په زړه کې زما لپاره څه دي.خو بیا مې د هغې خبرې را یادې شوې:"ځینې خلک داسې وي چې د هغوی غم، د انسان خپل غم ښکاري."زما په شونډو موسکا راغله.شاید زموږ د دواړو زړونو ترمنځ هغه پټه کیسه پیل شوې وه، چې لا یې نوم چا نه و اخیستی.او زه یوازې دومره پوهېدم...که زلیخا خوشحاله وه، زما زړه هم خوشحال و.که هغه خفه وه، زما زړه هم ناارامه کېده.او که هغه یوازې زما د دروازې مخې ته هم راغله، زما ټوله ورځ به ښکلې شوه.نور بیا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (16)

16 ټولې رایې

5★
5
4★
5
3★
5
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan