oiuytrew
ریس خادیم

ساحل او زلیخا 7 برخه

302 لیدنې 16 رایې
3.4 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

له هغې ورځې وروسته، زما او زلیخا ترمنځ هغه ناپېژندل شوی احساس لا ژور شو. موږ دواړو هېڅکله یو بل ته په ښکاره څه نه وو ویلي، خو د زړه خبرې کله ناکله له خبرو پرته هم یو بل ته رسېږي.یوه مازیګر زه د کور په انګړ کې ناست وم. هوا ډېره ښکلې وه، د لمر وروستۍ وړانګې د غرونو تر شا پټېدې او د ماښام نسیم په انګړ کې ګرځېده.ناڅاپه مې د دروازې ټکولو غږ واورېد.زړه مې سمدستي درزا پیل کړه.زه پوهېدم چې څوک به وي.دروازې ته ورغلم او ورو مې خلاصه کړه.زلیخا ولاړه وه.ما چې ولیده، بې اختیاره مې په شونډو موسکا راغله.هغې هم زما موسکا ولیده او ویې ویل:"ولې موسکېږې؟"ما وویل:"هیڅ خبره نه ده."هغې وویل:"نه، خامخا کومه خبره ده."ما په ټوکه وویل:"بس، نن مې زړه خوشحاله دی."زلیخا لږه شېبه زما سترګو ته وکتل او بیا یې په نرمه موسکا وویل:"نو ښه ده، تل دې زړه خوشحاله وي."ما په زړه کې وویل:"زما د زړه د خوشحالۍ سبب خو ته یې."خو دا خبره مې په ژبه ونه ویله.هغې د خپلې جامې له جېبه یو کوچنی کاغذ راوایست او ماته یې راکړ.ما په حیرانتیا وپوښتل:"دا څه دي؟"هغې وویل:"مور مې ستا مور ته یو څه لیکلي، خو ویې ویل چې ته یې ورکړه."ما کاغذ واخیست.خو زلیخا لا هم ولاړه وه.ما ورته وویل:"زلیخا، ته ولې لاړه نه شې؟"هغې وخندل او ویې ویل:"ته خو ما هر ځل ژر رخصتوي."ما په حیرانتیا وویل:"نه، داسې نه ده."هغې وویل:"نو بیا څنګه ده؟"زه چوپ شوم.زلیخا زما چوپتیا ولیده او په موسکا یې وویل:"ښه، زه ځم."کله چې هغې د تلو لپاره مخ واړاوه، زما زړه ناڅاپه داسې شو لکه یو څوک چې له ما څخه ډېر مهم شی اخلي.ما بې اختیاره وویل:"زلیخا!"هغې بېرته مخ راواړاوه."هو؟"زه نه پوهېدم څه ووایم.یوازې مې وویل:"هیڅ... بس."هغې وخندل."ساحله، ته ډېر عجیب یې."ما هم وخندل او ومې ویل:"شاید."هغې روانه شوه، خو د دروازې تر رسېدو مخکې یې شاته وکتل.زموږ سترګې بیا سره مخامخ شوې.هغه څو ثانیې زما لپاره د ټولې ورځې تر ټولو ښکلې شېبې وې.زلیخا لاړه.ما دروازه بنده کړه او د هغې خبرې مې په ذهن کې تکرارولې:"ته ډېر عجیب یې."ما په زړه کې وویل:"که ته پوه شوې چې ستا په لیدلو سره زما زړه څومره خوشحاله کېږي، شاید پوهه شوې وای چې زه ولې عجیب شوی یم."هغه شپه مې ډېر فکر وکړ.ما پوهېدم چې دا احساس نور یوازې د ګاونډیتوب احساس نه دی.زلیخا زما د زړه یوه داسې برخه ګرځېدلې وه چې ما یې د شتون له امله هره ورځ په پټه موسکا کوله.خو په زړه کې مې یوه وېره هم وه.ما نه پوهېدم چې د هغې په زړه کې زما لپاره څه دي.ایا هغه هم زما په لیدلو خوشحاله کېږي؟ایا هغه هم کله زما په اړه فکر کوي؟ایا زما د کور دروازه ورته یوازې د ګاونډ د کور دروازه ده، که د هغې زړه هم د دې دروازې تر شا د چا په لیدلو تمه لري؟د دې پوښتنو هېڅ ځواب مې نه درلود.خو سبا ورځ داسې پېښه وشوه چې زما ټول شکونه یې نور هم زیات کړل...سهار مې د کور له کړکۍ څخه ولیدل چې زلیخا د خپل کور مخې ته ولاړه وه.هغې څو ځله زموږ د کور پر لور وکتل.کله چې یې زه ولیدم، سمدستي یې موسکا وکړه.ما هم موسکا ورسره وکړه.خو دا ځل هغې سترګې ښکته نه کړې.یوازې یې په ارام غږ وویل:"ساحله!"ما وویل:"هو؟"هغې وویل:"نن به ماښام زموږ کور ته راشې؟"ما حیران وپوښتل:"ولې؟"هغې په موسکا وویل:"مور مې غواړي له ستاسې له مور سره خبرې وکړي."ما وویل:"ښه ده، مور ته به ووایم."هغې بیا وویل:"نه... ته هم راشه."ما چې دا خبره واورېده، زړه مې ناڅاپه خوشحاله شو.ما یوازې دومره وویل:"سمه ده، راځم."هغې موسکا وکړه او بېرته خپل کور ته لاړه.زه تر ډېر وخت پورې هماغه ځای ولاړ وم.زړه مې راته ویل چې دا ورځ به عادي ورځ نه وي.شاید نن به د هغو خبرو پیل وي چې زموږ دواړو زړونو له ډېرې مودې راهیسې په پټه ساتلې وې...نور بیا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (16)

16 ټولې رایې

5★
6
4★
1
3★
3
2★
6
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan