ماښام چې شو، مور مې او خور مې تیارې شوې چې د زلیخا کور ته لاړې شي. زه هم ورسره روان شوم. په زړه کې مې یو عجیب احساس و. نه پوهېدم ولې دومره خوشحاله وم، خو شاید د دې لپاره چې زلیخا راته په ځانګړي ډول ویلي وو چې زه هم ورشم.کله چې د هغوی کور ته ورسېدو، د زلیخا مور په ډېره مینه زموږ هرکلی وکړ. مور مې ورسره په خبرو بوخته شوه او خور مې هم د کور له ښځو سره کېناسته.زه د انګړ په یوه څنډه کې ناست وم.زلیخا هم لږ لرې ولاړه وه.کله ناکله به یې زما خواته وکتل، خو چې به زموږ سترګې سره مخامخ شوې، سمدستي به یې نظر بلې خوا ته واړاوه.زه به په زړه کې موسکی شوم.څه وخت وروسته زلیخا ورو ورو زما خواته راغله او په ټیټ غږ یې وویل:"ساحله، ته ولې دومره غلی ناست یې؟"ما وویل:"نه پوهېږم، شاید ځکه چې دلته ډېر خلک دي."هغې موسکا وکړه او ویې ویل:"ته خو له خلکو سره ډېرې خبرې کوې."ما ورته وکتل او ومې ویل:"له هر چا سره نه."هغې په حیرانتیا وپوښتل:"نو له چا سره خبرې کوې؟"ما لږه شېبه چوپتیا وکړه او بیا مې وویل:"له هغه چا سره چې زړه مې غواړي."زلیخا زما خبره واورېدله، خو څه یې ونه ویل. یوازې یې په شونډو یوه ډېره نرمه موسکا راغله.ما احساس کړه چې شاید زما خبرې یې په زړه لګېدلې وي.څو شېبې وروسته هغې په ټیټ غږ وویل:"ساحله، ته کله کله ډېرې عجیبه خبرې کوې."ما وویل:"ولې؟"هغې وویل:"ځکه چې ستا د خبرو مطلب سړی ډېر فکر کولو ته اړ کوي."ما په موسکا وویل:"نو ته پرې فکر کوې؟"زلیخا سمدستي چوپه شوه.ما د هغې مخ ته وکتل.هغې سترګې ښکته کړې او په ډېر نرم غږ یې وویل:"شاید."زما زړه ناڅاپه داسې خوشحاله شو چې بیانول یې راته سخت دي.ما غوښتل له هغې وپوښتم چې په څه فکر کوي، خو جرئت مې ونه کړ.زموږ ترمنځ بیا چوپتیا راغله.خو دا چوپتیا عجیبه وه.داسې چوپتیا چې په کې ډېرې خبرې پټې وې.ما زړه کې وویل:"شاید زلیخا هم هغه څه احساسوي چې زه یې احساسوم."خو بیا مې له ځانه وپوښتل:"که رښتیا هم داسې وي، نو ولې یې نه وایي؟"زلیخا ناڅاپه زما خواته وکتل او ویې ویل:"ساحله، یوه خبره درته وکړم؟"ما وویل:"هو، ووایه."هغې لږه شېبه فکر وکړ او بیا یې وویل:"ته چې هغه ورځ زما د اوبو بوشکه ډکه کړه، ما فکر نه کاوه چې زموږ ترمنځ به دومره خبرې پیل شي."ما په موسکا وویل:"ما هم نه فکر کاوه."هغې وویل:"خو اوس..."ما پوښتنه وکړه:"اوس څه؟"هغې بیا چوپتیا وکړه.ما په تمه ورته کتل.هغې په ورو غږ وویل:"اوس چې څو ورځې تا ونه وینم، نه پوهېږم ولې زړه مې غواړي چې ستاسې د کور دروازه وټکوم."زما زړه په همدې یوه خبره کې ودرید.ما په حیرانتیا ورته وکتل.زلیخا شاید خپله هم پوه شوه چې څه یې ویلي دي، نو سمدستي یې مخ بلې خوا ته واړاوه.ما په ډېر نرم غږ وویل:"زلیخا..."هغې وویل:"هو؟"ما وویل:"زه هم همداسې یم."هغې ورو زما خواته وکتل.ما وویل:"کله چې ته څو ورځې زموږ کور ته رانه شې، زه هم بې اختیاره د دروازې ټکولو غږ ته غوږ شم."زلیخا په سترګو کې د خوښۍ یوه کوچنۍ موسکا پیدا شوه.هغې وویل:"رښتیا؟"ما وویل:"هو، رښتیا."دواړه یو بل ته کتل.په هغه شېبه کې داسې احساس کېده چې زموږ ترمنځ نور هېڅ راز پاتې نه دی.موږ دواړو په مستقیم ډول د مینې نوم وانخیست، خو زړونو مو هغه خبره یو بل ته ورسوله.لږ وروسته د زلیخا مور غږ وکړ:"زلیخا، راشه دلته."زلیخا پاڅېده.ما په زړه کې غوښتل چې لاړه نه شي، خو څه مې ونه ویل.هغې هم د تلو پر مهال یو ځل شاته وکتل.ما په موسکا ورته وکتل.هغې هم موسکا وکړه او د خپلې مور خواته لاړه.هغه شپه چې بېرته کور ته راغلو، زه ډېر خاموش وم.خور مې څو ځله راته وکتل او بیا یې په موسکا وویل:"ساحله، نن خو ډېر خوشحاله ښکارې."ما وویل:"نه، عادي یم."هغې وخندل:"نه، ستا موسکا عادي نه ده."ما څه ونه ویل.مور مې هم په موسکا راته وکتل، خو هېڅ یې ونه ویل.زه خپلې خونې ته لاړم او یوازې شوم.د زلیخا خبرې مې بیا بیا په ذهن کې تکرارولې:"اوس چې څو ورځې تا ونه وینم، نه پوهېږم ولې زړه مې غواړي چې ستاسې د کور دروازه وټکوم."ما سترګې پټې کړې او په زړه کې مې وویل:"زلیخا، شاید زموږ د دواړو زړونو کیسه له هماغې لومړۍ ورځې پیل شوې وه، کله چې ته د اوبو تشه بوشکه په لاس زموږ د کور دروازې ته راغلې وې."خو زه نه پوهېدم چې د دې مینې په لاره کې به راتلونکې ورځې څه راوړي.ځکه چې د ژوند ځینې کیسې په ډېرې ساده پېښې پیل کېږي، خو پای یې انسان هېڅکله نه شي اټکل کولی.نور بیا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)