oiuytrew
ریس خادیم

سقراط او يو نفر

203 لیدنې 13 رایې
3.8 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

سقراط او يو نفر :سقراط ته یو کس راغی او په ډېر جوش و خروش یې ورته وویل: "ایا ته پوهېږې، ما ستا د یو شاګرد په اړه څه اورېدلي؟" سقراط ځواب ورکړ: " مخکې له دې چې خبرې وکړې، زه غواړم له تا یوه ساده ازموینه واخلم چې دې ازموینې ته 'د مثلث جالۍ/غلبېل' وایي." نومړي کس په حیرانۍ وپوښتل: "دا عجیبه ازموینه څه ده؟" سقراط وویل: "دا یوه داسې ازموینه ده چې موږ یې باید د خبرو کولو مخکې ترسره کړو؛ هغه څه چې ته یې راته ویل غواړې له دې مثلثیې جالۍ/غلبېلونو چاڼ کړو." "لومړۍ غلبېل" حقیقت" دی. ایا تۀ یقیني یې؛ هغه څه چې راته ویل غواړې، ریښتیا دي؟" کس وویل: "نه، زه ډاډه نه یم. ما دا خبره له یو بل چا اورېدلې..." سقراط وویل: "ښه، نو ته ډاډه نه یې چې دا خبره ریښتیا ده. راځه چې دویم غلبېل ته لاړ شو، چې د "ښېګڼې" دی. ایا هغه څه چې راته ویل غواړې، د چا لپاره پکې خیر/ښېګڼه شته؟" کس ځواب ورکړ: "نه، بلکه برعکس ده." سقراط وویل: "ښه نو، ته غواړې داسې څه راته ووایې چې نه ریښتیا دي او نه پکې د چا ښېګڼه شته؟ بیا هم، راځو درېیم غلبېل ته، چې د "ګټې" دی. ایا دا خبره ماته کومه ګټه لري؟" سړی خجالت شو او ځواب یې ورکړ: "نه، هېڅ ګټه نه لري." ـ سقراط د خبرو په پای کې ورته وویل: "که ته داسې څه ویل غواړې، چې نه ریښتیا دي، نه د چا د ښېګڼې لامل کېږي، او نه هم کومه ګټه لري، نو بیا ولې داسې خبره کوې؟"

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (13)

13 ټولې رایې

5★
3
4★
6
3★
2
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan