سلطان شهاب الدین محمد غوري د غور د شاهي ټبر د پښتنو د سوري تپې سره تعلق لرلو او د غور د شاهي ټبر وړومبی سردار شنسب نومیدهٔ چې د ده په نوم د غور شاهي کورنۍ ته شنسبي هم وېٔیلی شي ، په ۳۷هـ کښې شنسب د غور حکمران ؤ ، بیا وروسته د ابومسلم د تحریک په زمانه کښې یعنې ۱۱۰هـ کښې امیرپولاد سوري د غور حکمران شو او بیا په ۱۳۹هـ کښې د هغه زوی امیرکروړ حکمران شو.زه یم زمری په دې نړۍ له ما آتل نشتهپه هندوستان او په تخار او په کابل نشتهبل په زابل نشته - له ما آتل نشتهاو نورامیرکروړ چې کومه ویاړنه د خپل شجاعت د اظهار په غرض د بیتونو په شکل کښې په زړې پخوانۍ سوچه پښتو ژبه کښې کړې ده نو په دې کښې هیڅ شک پاتې نه شو چې د هغه د اسلافو او د غور د اولس ژبه به پُښتو وه ، د امیرکروړ نه پس په ۱۵۴هـ کې د هغه زوی امیرناصر حکمران ؤد خلیفه هارون الرشید په زمانه کښې د غور حکمران امیربنجي ؤ چې د خلیفه د لوري نه ورله د امارت سند ورکړی شوی ؤ ، په کومو ورځو کښې چې محمود غزنوي په غزني کښې حکمران ؤ نو د دې خاندان په هغه زمانه کښې د غور حکمران امیر محمد سوري ؤ ، کله چې امیرمحمد سوري د محمود غزنوي په لاس بندیوان شو نو د غیرت په وجه يې د قید د ذلت نه د بچ کیدو په خاطر زهر وخوړل او د دې نه مړ شو.د امیرمحمد سوري په مرګ د هغې وخت د یو شاعر اسعد سوري په پښتو ژبه کښې " مرثیه " په دې دلالت کوي چې د غور حکمران او اولس پُښتانه وود فلک د چارو څه وکړم کوکارزملوي هر ګل چې خاندي په بهارپه سوریؤ باندې ویر پریوت له پاسهمحمد واکمن چې لاړ په بل دیاراو نوربیا وروستو د غور د شاهي کورنۍ علاوالدین سوري د غزنیانو حکمراني ختمه کړه او ډېر خلک يې په بې دردۍ سره ووژل او د غزني ښار يې وسېزلو ، چې تر نن ورځې پورې علاوالدین سوري د جهان سوز په لقب یادېږيد علاوالدین جهان سوز د مرګ نه پس د هغه زوی سیف الدین د غور امیر شو ولې هغه ډېر زر د عیاشۍ له سببه د خپل سپه سالار عباس د لاسه اووژلی شو ، د دې نه پس د عباس د نورو امیرانو په مشوره عیاث الدین بن بهاوالدین سام د غور امیر شو ، سلطان عیاث الدین او شهاب الدین دواړه د یو مور و پلار اولاد وو ، د شهاب الدین د سرلښکرۍ له امله د غور حکمراني تر ډېرې لرې یعنې خراسان ، سیستان ، ترکستان او د ایران زیاتره برخه يې په خپل سلطنت کښې شامله کړه (۵۶۹هـ)عیاث الدین په ۵۹۹هـ کښې په حق ورسېدو ، د هغه په مرګ د هغې وخت د یو شاعر "تاېٔمیني" د عیاث الدین په ستاېٔینه کښې قصیده:نن زه ژغیږم په صفت د سلطانچې دې بادار غازي ملک د جهاند فیروز کوه او غور رڼا ده له دههم د تیرو تورو بریښنا ده له دهاو نورپه ۵۶۹هـ کښې شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور د فوځ سرلښکر مقرر ؤ ، د ده په مشرۍ کښې په ۵۷۴هـ کښې ملتان ، په ۵۷۵هـ کښې پېښور ، په ۵۸۲هـ کښې لاهور او په ۵۸۸هـ کښې يې د هندوستان د قسمت فیصله د تراوړی په میدان کښې وکړه ، او په دې جنګ سره په هندوستان کښې د مسلمانانو د سلطنت بنیاد کېښودلی شو چې د ۱۸۵۷م کال پورې قاېٔم ؤ.په کال ۵۹۹هـ کښې د سلطان عیاث الدین غوري په مرګ شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور پر ځای کیناست او خپلواکه بادشاه شو.شهاب الدین محمدغوري د ۲۳ کالو او ۸ میاشتو د واکمنۍ نه وروستو په 602هـ کښې په حق ورسېدو او په غزني کښې په هغه مقبره کښې خاورو ته وسپارل شو کومه چې د خپلې لُور دپاره جوړه کړې وه.د ډیلي د راجه سره د جنګ په میدان کښې د هغې وخت د یو شاعر " ملک یار غرشین " رجزیه شعرونه:څښتن مو مل دیاوس مو یرغل دیهیواد د بل دیغازیانو ګورﺉڅښتن مو مل دیتُوری تیری کړﺉدښمن مو پرې کړﺉمنګلی سری کړﺉڅه له به تښتوڅښتن مو مل دیاو نوردلیل دپاره د دې لاندې کتابونو نه مرسته اخستی شیٔ - مننه۱- هندوستان پر اسلامي حکومت ، د مفتي شوکت علی فهمي لیکنه . ۱۷۰-۱۹۷ مخونه.۲- علامه عبدالحی حبیبي ، دپښتو ادبیاتو تاریخ ،۴۶۰-۴۶۴ مخونه ، دپيښور چاپ .۳- پُښتانه د تاریخ په رڼا کښې - سید بهادرشاه ظفر کاکاخیل۴- منهاج السراج۵- او پټه خزانهلیک بختورشاه کاپی هیواد ځدران
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
مونږ بايد کوم ډول کتابونه ولولو
هغه مطالعه ضایع او دوکه ده کومه چې موږ ته د نړۍ په داسې شرایطو کې او د دې رکم انسانانو منځ کې پرته له فکره یوازې دا ښایي...
محمدصابر پښتون
141 لیدنې
01 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
پښتانه څوک دي؟
پښتانه څوک دي؟ سریزه پښتانه د افغانستان او د سیمې له هغو سترو تاریخي قومونو څخه دي چې هویت یې یوازې په یوه کلمه، یوه ق...
پښتو ګهيځ
342 لیدنې
30 May 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
انسانیت څه دی؟
کله چې تاسې په یو داسې شخص بدل شئ چې نور له چا سره بحث نه کوئ، له اختلافاتو ځان ساتئ، تر خبرو چوپتیا ته ترجېح ورکوئ، دا...
مجیب خان
305 لیدنې
27 May 2026
0.0
(0)