سلطان محمد فاتح د اسلامي تاریخ له هغو ځوانو رهبرانو شمېرل کیږي چې اروپایان یې اوس هم د همت او شجاعت په بې مثاله کیسو کتابونه لیکي.سلطان ته چې کله دده پلار سلطان مراد خان ثاني دوهم ځل لپاره د ۲۱ کلنۍ په عمر کې د عثماني سلطنت د لویې امپراتورۍ واګې پریښودلې، د مراد خان ډېرو مشاورینو ورته ویل چې د محمد عمر تر اوسه ددې نه دی چې د سلطنت امور پر مخ بوځي. حقیقت دا وو چې محمد فاتح له پخوا څخه د خپل پلار د تربیې لاندې وو او د دولت په امورو کې له وړوکوالي دومره دخیل وو چې د ۲۱ کلنۍ په عمر یې په ډېرو لویو مسائلو ذهن ډېر ژر خلاصېده. دوهم دا چې سلطان پخپله هم بې انتها ذهین وو خو هغه څه چې د مراد خان مشاورینو ته نه وو مالوم هغه د سلطان بې باکي، شجاعت او مېړانه وه. دوی فکر کاوه ګنې فاتح به ددې قوت ونلري چې په لویو مسائلو کې جرأتمندانه فیصلې وکړي خو فاتح د مشاورینو دا فکر د خپل سلطنت په لومړۍ ورځ هغه مهال بدل کړ چې اعلان یې وکړ چې د فسطنطینیه فتح به دده د حکومت له کارونو له ټولو لومړی ګام وي.دده جرأت، غیرت او باکي دې حد کې وه چې مشاورینو به یې بیا مشورې ورکولې چې سلطان باید واقعیتونه درک کړی او په ډېر جرأت فیصلې ونه کړي.د سلطان مشاروینو ته څه مالوم وو چې سلطان فاتح خوب لیدلی او ده ته دده د خوب په واسطه خبر ورکړل شوی چې سلطان محمد هماغه سلطان دی چې پیغمبر ص یې په اړه د بهترین رهبر وړاندوینه کړی وه. سلطان دې ایماني جذبې پسې راخیستې وه چې د پیغمبر ص د امت د بهترینو امراوو په لست کې یې نوم شامل شي، همداسې وشول.د سلطان فاتح د فسطنطییې د فتحې تاریخ چې سړی لولي فکر کوي کوم فیکشنل ناول دی، واقعاتو سره هیڅ سر نه خوري خو چې بل طرف ته دده لوړ همت او جګو ارادو ته ګورې پوهیږي چې د داسې ټینګې ارادې، عزم او همت په مخ کې د فسطنطینیې دیوالونه هيڅ ول…سلطان قسطنطینیه فتحه کړله، ایا صوفیا ته ننوت، دوه رکعته لمونځ یې وکړ. عیسایان د وېرې په حالت کې وو چې سلطان به دوی په کوم عذاب وژني، د بچ او ازادۍ فکر یې سر کې هم نه تاوید خو سلطان د رحمت للعالمین د پیغمبر امتي وو، عیسایان یې راوغوښتل او د هغوی په مخ کې یې ددوی د مذهبي ازادۍ عام اعلان وکړ، بیا یې څه موده وروسته ددوی په اجازه له دوی آیا صوفيا په خپل شخصي مال واخستله او په مسجد یې تبدیله کړه.نن چې د ایا صوفیا له دنګو منارو د اذانونو انګازې جګیږي د هماغه تاریخ یو یاد دی. دا اذانونه د اسلامي تاریخ یو ژوندی حقیقت او د اسلامي امت تایخي هویت دی چې هیڅکله هم باید هېر نشي.هغه مسلمانان چې پر دې اذانونو خفه دي له دوه حالاتو خالي نه دي؛ یا د اسلامي تاریخ په اړه مطالعه نه لري، جاهل دي او یا ددوی ذهن او فکر غربي میډیا دونې خړ کړی چې خپل د غرور او اسلامي هویت رنګ یې له لاسه ورکړی.ایا صوفیا ددې روانې مبارزې اولنی ګام دی، په یاد مو وي چې د الحمراء، غرناطې او قرطبې مسجدونه لا تر اوسه د عیسایانو معبدونه دي. مسجد اقصی تر اوسه د صهیونست رژیم په ولکه کې دی خو دا چې څنګه به دا تېر مجد او عزت بېرته لاسته راځي، مشکله پوښتنه ده!
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
مونږ بايد کوم ډول کتابونه ولولو
هغه مطالعه ضایع او دوکه ده کومه چې موږ ته د نړۍ په داسې شرایطو کې او د دې رکم انسانانو منځ کې پرته له فکره یوازې دا ښایي...
محمدصابر پښتون
145 لیدنې
01 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
پښتانه څوک دي؟
پښتانه څوک دي؟ سریزه پښتانه د افغانستان او د سیمې له هغو سترو تاریخي قومونو څخه دي چې هویت یې یوازې په یوه کلمه، یوه ق...
پښتو ګهيځ
342 لیدنې
30 May 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
انسانیت څه دی؟
کله چې تاسې په یو داسې شخص بدل شئ چې نور له چا سره بحث نه کوئ، له اختلافاتو ځان ساتئ، تر خبرو چوپتیا ته ترجېح ورکوئ، دا...
مجیب خان
305 لیدنې
27 May 2026
0.0
(0)