oiuytrew
ریس خادیم

شاید د رِامبو فلمونه مو کتلي وي؛ هر څوک خیالي‌شخصیت «رِامبو» پېژني؛ خو ایا پوهېږئ چي ریښتینی‌ رامبو څوک وو

265 لیدنې 7 رایې
3.4 (7)
ریس خادیم
ریس خادیم 17 Sep 2026

شاید د رِامبو فلمونه مو کتلي وي؛ هر څوک خیالي‌شخصیت «رِامبو» پېژني؛ خو ایا پوهېږئ چي ریښتینی‌ رامبو څوک وو؟ایا پوهېږئ چي هغه مسـ.ـلمان اتل څوک وو چي یوازي یې د نړۍ د یوې سترې پوځي قوې سره مقابله وکړه؟ هغه د الجـ.ـزایر هیواد یو اتل احمد المطروش وو، ویل کېږي چي نوموړي یوازي د الله په مرسته ۶۱۱ فرانسـ.ـوي اشـ.ـغالګر سـ.ـرتېري وژلـ.ـي وه.هغه په ۱۹۵۷ م کال کي فرانسـ.ـوی افسر «سانتوس پییر» هم له‌منځه یووړۍ، سربېره پر دې؛ یې د فرانسوي پوځیانو اړوند لسګونه فارمونه، فابریکې، ماڼۍ، زندانونه او ګودامونه ویـ.ـجاړ کړل او د هغوی ژوند یې سخت کړ.د نوموړي د مبارزې له امله سلګونه فرانسـ.ـوي سـ.ـرتېري او افسران اړ سول چي خپلي دندي او سیمي پرېږدي او وتښتي، اخیر فرانـ.ـسویانو هغه ونیوۍ او په یوه سخت‌امنیتي زندان کي یې واچاوه.خو احمد المطروش د ۹۰ ورځو وروسته زندانه وتښتېدۍ او بېرته خپلي مبارزې ته وګرځېد، وروسته په ۱۹۵۹ م کال کي د سطیف په سیمه کي، د فرانسـ.ـوي پوځیانو پر وړاندي د جګړې پر مهال شـ.هید سو. ویل کېږي چي هغه یوازي د یوه بشپړ پوځي کنډک پر وړاندي د وسلو سره جګړه کوله او تر شـ.هادت مخکي یې تر ۳۰ څخه زیات فرانسـ.ـوي سـ.ـرتېري وژلي وه. فـ.ـرانسویانو اوس هم هڅه کوي چي ددې مبارز په اړه فلم جوړ نه سي، ترڅو ځوانان یې له کیسې او اتلولۍ خبر نه سي.نو د هر مسلمان دنده ده چي د دې اتلانو کیسې نورو ته ورسوي، حتا که یوازي دا لیکنه په ټولنیزو رسنیو کي شریکه کړي.د تاریخ کیسې ماشومانو ته د دې لپاره نه ویل کېږي چي بیده سي؛ بلکي نارینه‌وو ته ویل کېږي، څو راویښ سي، خپل ځان چمتو کړي او له خپل تاریخ څخه زده‌کړه وکړي.که دي لیکنه تر پایه ولوستله، پر رسول الله ﷺ درود ووایه.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (7)

7 ټولې رایې

5★
1
4★
3
3★
1
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan