oiuytrew
شاعر حنفي کوچی

شمله دې هسکه شه کابله داسې...

234 لیدنې 11 رایې
3.4 (11)

زه په ولاکه یم له بله داسې ما دی هرڅه کړی پخپله داسېهغه ښایست دې دۍ غمو خوړلۍ په تا مې کله لوریدله داسېداسې خو نه کېږي چې ورک شې رانه زه دې پرېګدم کله منزله داسېچې ترقیماته پورې ټيټه نشي شمله دې هسکه شه کابله داسېچې زه یار وه وینم رک روغ شم تا کې اثر نشته درمله داسېچې د رپیو پکې بحث شروع شو تش لاس راجګ شوم له محفله داسېځواني زما لکه غنم وه داسې د غم په لور مې وریبله داسېستا لا تر اوسه سر پرې ندي خلاصه مینه خو نه کیږی پاګله داسېزه مخامخ وم ولاړ او تماشه مې کړله ارمان بیړۍ مې ډوبیدله داسېمابه ویل چې مې خپه نشي یار ما به هر وخت لوبه بایلله داسېما د هر چا په غم ژړلي دي ډېر زه خدای پیدا یم له ازله داسېزما حنفي کوچی ښاد دې غواړم تل کامیاب اوسې تل تر تله داسې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (11)

11 ټولې رایې

5★
2
4★
2
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan