شيش عليه السلام د آدم عليه السلام ځوی وه کله چې شيش عليه السلام پيدا شو نو د آدم عليه السلام عمر ۱۳۰ کاله وه د شيش عليه السلام لغوي معنی د الله ورکړه ده، شيش عليه السلام د هابيل د وژل کيدو څخه وروسته پيدا شوی وو نو ځکه پری آدم عليه السلام شيش (د الله ورکړه) نوم کيښوده او زيات پرې خوشحاله شو. ابو زر غفاری د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روآيت کړی ابو زر وائې چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چې الله ج خپلو پيغمبرانو باندې سل صحیفی او څلور کتابونه نازل کړي چې په هغه صحيفو کې پنځوس صحیفی په شيش عليه السلام نازلې شوي دي، د آدم عليه السلام وروسته شيش عليه السلام اول نبی وه، ويل کيږي چې ټول بنی آدم هم دده اولاده ده ځکه د آدم عليه السلام د نوری اولادې سلسله ډيره ونه چليده او يو په بل پسې زر زر مړه شول په قرآنکريم کې د شيش عليه السلام یادونه نه ده شوی ابن احنان په خپل صحیح حدیث کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روآيت کړی چې د الله له طرفه شيش عليه السلام ته پنځوس صحیفی ورکړي شوي چې په دې حديث سره دده نبوت ثبتیږي کله چې شيش عليه السلام زیات سپین ږیري شو نو شيش عليه السلام خپل ځوی (انوس) خپل معاون وټاکه د انوس وروسته (قينان) د هغه معاون شو د قينان څخه وروسته (مهلائيل) د هغه معاون شو بيا د (مهلائيل) د آدم عليه السلام د ټولو اولادونو پاچا شو هغه د خپلې پاچاهۍ په دوران کې مختلف ښارونه جوړ کړل چې د هغې له جملې څخه ((بابيل، سويس، او اقصی)) زيات مشهور دي، هغه د خپل ځان لپاره يو شانداره تاج جوړ کړ او په تخت کښيناست او خپل رعيت ته به يې فرمانونه صادرول هغه څلويښت کاله حکومت وکړ او د (مهلائيل) د مرګ څخه وروسته (اخنوع) چې لقب يې ادريس وو د هغه په ځای کښيناست اخنوع د ادريس عليه السلام لقب وو او د شيش عليه السلام د وفات څخه وروسته د الله له لورې ورته د نبوت منصب ورکړل شو. (البدايه والنهايه اول جلد ۹۹صفحه)*عبدالله امير*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
10 ټولې رایې
5★
3
4★
3
3★
2
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
160 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
223 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
293 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)