مریم چې د ټیلیفون خبرې واورېدې، رنګ یې ژیړ شو او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.فرید وارخطا شو او پوښتنه یې وکړه:"مریم، څه شوي؟"هغې په رپېدلي غږ وویل:"پلار مې... روغتون ته انتقال شوی دی. ډاکټرانو ویلي چې حالت یې ښه نه دی."له دې خبرې سره سم، مریم بې اختیاره روانه شوه. فرید هم ورپسې لاړ.د روغتون په دهلېز کې د مریم مور په ژړا ناسته وه او حامد د ډاکټر له خونې راوت.ډاکټر وویل:"موږ خپله هڅه کوو، خو ناروغ باید ژر عملیات شي."د عملیاتو لګښت ډېر لوړ و، او د مریم کورنۍ یې د برابرولو وس نه درلود.فرید د مریم غمجنو سترګو ته وکتل. له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې هره مرسته یې له وسه کېږي، ترسره به یې کړي.هغه خپل سپما شوي پیسې راوایستلې او حامد ته یې ورکړې.حامد په حیرانتیا وویل:"فرید، دا ولې؟"فرید په ارام غږ ځواب ورکړ:"د مینې ارزښت په خبرو نه، بلکې په عمل کې وي."د مریم سترګې له اوښکو ډکې شوې.هغې ورو وویل:"فرید... زه به دا احسان هېڅکله هېر نه کړم."خو په همدې وخت کې یو بل سړی روغتون ته راغی. د هغه په راتګ سره د مریم د مور رنګ بدل شو او په اندېښمن غږ یې وویل:"ته... دلته څه کوې؟"هغه سړي یوازې دومره وویل:"زه د خپل حق اخیستو لپاره راغلی یم."د هغه خبرې د هر چا زړه ولړزاوه...دوام لري... ❤️
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
279 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
290 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
466 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)