دنن څخه 95 کاله وړاندي په /1931م، دسيپتمبر په 16 دسحرازمری عمرالمختار رحمه الله ايټالوي نيواکګرو په خپل پلارني ټاټوبي ليبيا کې، دليبيايې ولس په وړاندي، دهغوی داجيرو ليبايې قاضيانوپه حکم او ملتيا له دې کبله اعدام کړ، چې ولي دخپل ولس اوهيواد دازادی لپاره وسلواله مبارزه کوي. تاريخ يې تراوسه په نړی کې ورځ تربلي نورهم ځليږي.روح دي ښاداوجنت دې ځای سي. مختار په ۱۸۵۸م کال د بطنان په برقه نومي کلي کې زیږېدلی. ایټالویانو چې برقه او طرابلس لاندې کړل، نو د عمر مختار ولس یې پر وړاندې پاڅون وکړ او د خپلې ازادۍ لپاره یې مبارزه پیل کړه. غازي عمر مختار هم د همدې لښکر ملګری شو. د یوې ډلګۍ له مشرۍ تر بشپړ لښکر مشرۍ ورسېد. د کلیوالو مجاهدینو پیاوړې لښکرې یې جوړې کړې. عمر مختار د ایټالوي اشغالګرو لپاره پر یوه خونړي سړي واووښت. اشغالګرو هڅې پیل کړې ترڅو په کوم چل عمر مختار له مقاومته لاس پر سر کړي. د پیسو، منصب او مشرۍ بېلا بېل وړاندیزونه یې ورته وکړل، خو عمر مختار ازادي او خپرواکي غوښته. عمر مختار د ایټالوي پوځیانو پر خلاف توندې جګړې وکړې. د ایټذلوي پوځ یو جنرال، چې خپله یې د عمر مختار پر خلاف په جګړو کې برخه اخیستې، وایي: موږ ډېر ځله د عمر مختار په خلاف داسې عملیات پلان کړل چې موږ به بشپړ باوري و، چې نوموړی به دا ځل حتماً وژنو او یا به یې ژوندۍ نیسو. خو د دې خلاف به هر ځل په پوره بریالیتوب زموږ له دام څخه ووت. عمر مختار د صعب المسالک نومي د یوې دښتې په یوه ګڼ ځنګله کې له څلوېښتو نورو مجاهدینو سره د دښمن په محاصره کې را ګیر شو. دلته هم له دښمن سره د یوې سختې جګړې وروسته د محاصرې له کړۍ روغ ووت، خو له دې سیمې په وتلو لږ وړاندې د ایټالوي پوځ له یوې بلې ډلې سره په جګړه وا ووښت. دلته یې هم تر دې مقاومت وکړ چې له ملګرو سره یې وسلې ختم او ټول شهیدان شول. عمر مختار په یوازې ځان مقاومت ته دوام ورکړ، اس یې زخمي شو او پر ده له پاسه را وغورځېد او لاس یې زخمي شو، د دښمن شمېر پرې را زیات شو او بلاخره یې ژوندۍ ونیو. څو ورځې وروسته یې د یوې تمثیلي محکمې لپاره په داسې حال کې میدان ته را ووست، چې لاسونه یې ولچک او ګڼ پیره داران یې په دواړو خواوو کې روان و. د ۱۹۳۱م کال د سپتمبر پر ۱۶مه د چهار شنبې په سهار یې دغه د مېړانې او قهرمانۍ غر، د ازادۍ مبارز او پیاوړی مجاهد سید عمر مختار اعدام کړ. هغه ته یې له وېرې ژور په سیمنټو پوخ قبر جوړ کړ او تر اوږدې مودې یې پیره داران پرې درولي و. هو، نه خو د دښمن زور او زر له مبارزې را وګرځاوه، نه خپلې کمزورۍ او ناچارۍ په شا کړای شو، نه خو د دښمن ډول ډول وړاندیزونو ته تسلیم شو او نه هم له داره ووېرېد. په یوه نړۍ مېړانه یې د کفر او اشغال پر ضد مبارزه وکړه او په هسکه غاړه تر داره ولاړ. تقبله الله
# اړوند پوسټونه
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
120 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)