موږ په بدلون د زمانې، سترګې بدلې نکړې موږ په غمو کې هم خوږې، سترګې بدلې نکړېموږ حلات وليدل ، اشنا ژوند د کولو نه وو خو زما له يار سره وعدې، سترګې بدلې نکړېموږه د ستورو کليوال ياران په څنګه کې لرو هميش يو ځای به يو که شپې، سترګې بدلې نکړېموږ به تر هغو ځان بادشاه بولو، د حسن ښار کې که پخپل حال وه آينې، سترګې بدلې نکړېتاته به راوړم، ترې ګلاب او داسې نور ګلونه که ګلان مړه نه وو باغچې، سترګې بدلې نکړېمنم چې شرط يې بيخي سخت ايخی وو، ستړی شو خو د بلبل و معشوقې سترګې بدلې نکړېغريبانو يو، خو زمانې ته مو سر ټيټ نکړلو موږ تر خپل وس او اندازې سترګې بدلې نکړېغربت بې قدر کړ ، په خلکو يې ګرانښت کم شو کنه کوچي خو پښتنې سترګې بدلې نکړېشاعر ولسکشر حنفي کوچی
# اړوند پوسټونه
شعرونه
درېبيتيز شعر
يو خوا قسمت او بل خوا بخت خراب دی له هر چا ځان ساته، اوس وخت خراب دی اوس مې خوبونه هم په وخت نه راځي شپه شوه خرابه او ک...
حنفي کوچی
78 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
78 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
152 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)