فکر در واوخته د ړنګې زمانې زړګیه اوس د هر چا په خيال کې ښکته پورته ځې زړګیهتاته يي ورته دي خويونه بيخي ډير جنابه ياد دې له تا څخه زده کړي دي نخرې زړګیهښه وه په يو بل مو باور لکه پخپلو ځانو کني په موږ پسې دنيا وکړې کيسې زړګیهيو ورځ به راشي له خوښيو څخه ډک سهار دا مې يقين دی رب به ختمې کړي تيارې زړګیهکلي ته نن در ځم سبا درځم په دې خبرو تيرې شوې ومنه بلا بلا مودې زړګیهځان دې ترې صبر کړه په ياد يې تسلي وکه پيږم کوچی نه راځې بيا په دې کوڅې زړګیه
# اړوند پوسټونه
شعرونه
درېبيتيز شعر
يو خوا قسمت او بل خوا بخت خراب دی له هر چا ځان ساته، اوس وخت خراب دی اوس مې خوبونه هم په وخت نه راځي شپه شوه خرابه او ک...
حنفي کوچی
94 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
86 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)