oiuytrew
حنفي کوچی

غزل

358 لیدنې 19 رایې
3.7 (19)
حنفي کوچی
حنفي کوچی 18 Nov 2026

مخامخ مې چې صفت کوي دا خلک بیا نو بد کوي چې بد کوي دا خلکد یوه خبر ترې هیره ده په ډیرو چې تکیه په خپل دولت کوي دا خلکپه ظاهره د تقوا خبرې کيږي په باطن کې تجارت کوي دا خلکپه نارې د ان الحق باندې پوی ندي په ناحقه قضاوت کوي دا خلککله ناست د ملنګانو په څنګو کې کله فخر په قدرت کوي دا خلکد قارون غوندې په مال باندې نازېږي د فقیر په سر تهمت کوي دا خلکحنفي په سرو لمبو به ور ګډيږي اراده چې تر جنت کوي دا خلک

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (19)

19 ټولې رایې

5★
6
4★
5
3★
5
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan