oiuytrew
حنفي کوچی

غزل

887 لیدنې 32 رایې
3.6 (32)
حنفي کوچی
حنفي کوچی 02 Oct 2026

اوس يې خبر کړۍ ولې ورک دی نه راځي نا خبر زما غم يې نه ډکه کړې زندګي نا خبرزه له پرديو ګيله نکوم ، چې ندي خبر خو زړه مې ډير دی ګيلمن له يو سړي نا خبرد ده که هير يمه زړګيه هيڅ پروا نکوي خو ما يې کلک دی نوم ليکلی په زړګي نا خبرنه ما ورغواړي نه راځي زموږ تر کوره لالی ملنګه هسې کوي تش په خوله ياري نا خبردلته باغچې د سرو ګلوو خزان بدرنګ کړلې خو لا هم ورک دي لا هم نه راځي سپرلي نا خبرلالی د هند غزا ته تللی ، هيڅ يې حال نه راځي‌ زه يې تر اوسه يم ، له مړي او ژوندي نا خبراوس هم طورخم نه تر اټکل پورې پردي ګرځي له کوره نه وزي تر اوسه دي زلمي نا خبرد حنفي کوچي په قدر خو به هلته پوه شي سپينې جنډې چې په مزار مې وويني نا خبر»»ولسکشر«« حنفي کوچی »»

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (32)

32 ټولې رایې

5★
10
4★
5
3★
10
2★
7
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
احسان الله افغان 1 اونۍ دمخه

ډېر ښه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan