«غندل» د پښتو ژبې د نږه مصدرونو ډلې یؤ مصدر دی، چې په دري ژبه کې یې «محکوم کردن » او په انګلیسي کې یې «Condemn» بولي، دغه کلمه په پښتو ژبه کې هغه وخت کارول کېږي چې یؤ عمل په ټولیزه توګه د ملامتولو، رټلو، بد ګڼلو، تنقید کولو او یا نۀ خوښولو وړ وګرځي. کله چې یؤ څوک یا حکومت پر چا ظلم یا تېری وکړي او هغه عمل د نورو له لوري بد وګڼل شي، نو هغوی یې غندي. د بېلګې په توګه، کله چې څوک پر بل چا زیاتی وکړي، نو موږ ډېر ځله وایو چې د پلانکي کس دغه عمل د غندلو وړ دي، ځینې بیا وایې: زۀ/ موږ یې په کلکو ټکو غندو. غندل کله نا کله د مظلومیت نښه هم ګڼل کېږي، د چا چې پر بل چا وس او زور بر نۀ وي، نو مظلوم یوازې د ظالم ظلمونه غندي او بس.
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
16 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
23 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
21 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)