فلسفي فکرفلسفي فکر د عادي فکر څخه توپیر لري. عادي فکر اکثره د ورځني ژوند له تجربو سره تړاو لري، خو فلسفي فکر د موضوعاتو ژورو اړخونو ته ګوري. مثلاً یو عادي انسان لمر ویني او پوهېږي چې رڼا ورکوي، خو فیلسوف پوښتي: د نړۍ نظام څنګه جوړ شوی؟ د طبیعت قوانین ولې داسې دي؟ فلسفي فکر انسان هڅوي چې له هرې خبرې مخکې دلیل ولټوي او د حقیقت د موندلو لپاره هڅه وکړي.
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
20 ټولې رایې
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
❤️🎀👏🏾
فلسفي فکر د عادي فکرونو په پرتله ډېر ژور، ځواکمن او مانا لرونکی وي. فیلسوفان هر څه یوازې په ظاهري بڼه نه ارزوي، بلکې د هر شي تر شا پټ حقیقت، علت او مانا لټوي. هغوی یوې پېښې، خبرې یا څیز ته په ژوره کتنه ګوري، فکر کوي، پوښتنې کوي او د حقیقت موندلو هڅه کوي. برعکس، ډېری عام خلک شیانو ته یوازې د ظاهري بڼې له مخې ګوري او له ژور فکر پرته ترې تېرېږي. همدا ژور فکر او د حقیقت لټون د فیلسوف او عادي انسان ترمنځ مهم توپیر رامنځته کوي.
موږ ته پکار ده چې په خپل ځان کې د فلسفي فکر ځانګړنې وروزو؛ لکه ژوره کتنه، منطقي تحلیل، پوښتنه کول، د حقیقت لټون او له هرې موضوع څخه د زده کړې هڅه. ځکه همدا ځانګړنې انسان د پوهې، حکمت او بریا لوړو پوړیو ته رسوي.
# اړوند پوسټونه
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...