د قاهرې له ښاره یو ښوونکی د لیدلو سترګو حال لیکي! د ریاضي ازموینه مې واخیسته، د ښوونځي اصول داسې و، چې پارچه به درې مسلکي استادانو لېدله، ما د پا رچو په لیدو پیل وکړ، یو زده کوونکي یوازې پوښتنې لېکلې وې او نور یې هیڅ ځواب نه و لیکلی، ما بیا هم د شلو نه یوه نمره ورکړه، لږه شېبه وروسته یوه مچۍ راپیدا شوه، د یو عدد ښي خوا ته کېناسته، ما څو څو ځلې وشړله، خو بیا به راغله او د یو عدد شاته به کېناسته، ما د یو شاته صفر ورزیات کړ او نمرې مې لس کړې. له مانه وروسته پارچه بل استاد ته ورغله؛ تر څو یې هغه هم له نظره تېره کړي، دویم ښوونکي سره هم زما غوندې کار وشو، دویم استاد راته کړل، چې دا پارچه دې سمه لیدلې ده، ما ورته وویل چې له مچۍ وپوښته، دویم استاد هم نمرې پر خپل حال پرېښودې. دریم استاد ته چې پارچه ورسېده، هغه سره هم عین مسله تکرار شوه. زه حیران شوم، د زده کوونکي نوم مې یادښت کړ، کله چې پایلې اعلان شوې، زده کوونکی کامیاب و؛خو د نتایجو په ورځ نه و راغلی، اطلاعنامه مې ځان سره ایساره کړه، څلور ورځې وروسته راغی، ترې ومې پوښتل چې ولې دې یوازې سوالونه لیکلي و او ځوابونه دې نه و لیکلي. زده کوونکی حیران شو او راته کړل یې ته څنګه پوه شوې؟ ما ورته کړل کله مې چې ستا پارچه لیده؛ نو پوه شوم زده کوونکي راته کړل، پلار مې مړ و؛ یوازې مې سوالونه ولیکل نور لاړم، چې د پلار جنازه او اخري ملاقات وکړم . زه پوه شوم چې خدای چاته د عزت اراده ولري، څوک به یې هم ذلیله نه کړي، زده کوونکی اوښیار زده کوونکی و دا بریا هم د خدای له لورې وه دا مچۍ یوازې یوه نښه وه.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)