لارنس په خپلو خاطراتو کي لیکي چي کله له خپلي ډلي سره د استانبول ـ مدینې منورې د اورګاډي پټلۍ ته ورسېدل، د چاودیـ.ـدونکو توکو د ایښودلو پر وخت یې لاس پر پټلۍ کښېښود او ددې شېبې په اړه یې ولیکل:«ما داسي احساس کاوه لکه لاس چي مي پر هغه رګ ایښی وي چي تـ.ـرکان او عـ.ـربان سره نښلوي. کله چي مو هغه پټلۍ پـ.ـټاو کړل، نو دغه رګ مو هم پرې کړ.»هغه د هغو عـ.ـربانو په اړه چي دده سره یې مرسته کوله، وایي:«هغوی ډېر بېنظمه وه، موږ ورته وویل چي چپ سي، ترڅو د عثـ.ـماني خلافـ.ـت افسران خبر نسي؛ خو هغوی لس دقیقې هم غلي پاته نه سول، کله چي مو اورګاډی پټـ.ـاو کړ، هغوی خپله دنده پرېښوده او د اورګاډي زړې اوسپني یي راټولولې.»انګلیسي تاریخپوه «ایمايون دونسان» وایي: «که عـ.ـربانو د خپل اسـ.ـلامي خلافت پر ضد پاڅون نه وای کړی او لویدیځ هغوی په داسي ژمنو نه وای غولولي چي عملي نه سوې، نو عثـ.ـماني دولت به نه وای ړنګ سوی، عـ.ـربانو ته د یوه متحد عربي دولت د جوړولو وعده ورکړل سوې وه؛ خو کله چي خلافت ړنګ سو، هغه وعده هم ماته سوه، وروسته اشغال راغی او عـ.ـربانو د خپلو خلکو د وینو او خپلو مځکو په بیه ډېره لویه قرباني ورکړه.»نوموړی تاریخپوه بیا وایي: «لویدیځ به پر داسي خلکو څنګه باور وکړي چي له خپلو دیـ.ـني وروڼو او له هغه دولت څخه یې مخ اړولی وي چي دوی یې سره یو ځای کول او ساتنه یې کوله؟»د وخت په تېرېدو سره، زموږ په منځ کي بیا داسي کسان پیدا کېږي چي د تاریخ نیمګړي روایتونه تکراروي او عثـ.ـماني دولت په استعمار او یا د بیـ.ـت المقدس په پلورلو تورنوي، خو د هغه وخت پېښي او د خلکو خبرې په سمه توګه نه لولي او نه یې څېړي.د تاریخ بیانول ددې لپاره نه دي چي د خلکو ترمنځ دښمني جوړه سي، بلکي د دې لپاره دي چي خپل تېر تاریخ سم وپېژنو او پوه سو چي څه پېښ سوي دي؛ نه دا چي تاریخ تحریف او بدل سي، ځکه کوم ملت چي خپل تاریخ نه پېژني، نور خلک یې تاریخ په ډېر اسانه ورته له سره لیکلای سي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
215 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
440 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)