oiuytrew
حنفي کوچی

لنډې څو ليکنې

754 لیدنې 12 رایې
3.0 (12)
حنفي کوچی
حنفي کوچی 02 Oct 2026

هيله ده ټولې ولولئ...!ژوند لکه د سطرنج لوبه! که زده دې نه وي، نو ټول غواړي چې درباندې زده یې کړي. چې زده یې کړې، ټول غواړي چې ماته درکړي.حقیقت دا دی، چې بې‌سوادي له منځه نه ده تللې، صرف بې‌سوادانو لیکل او لوستل زده کړي.یوه ورځ هم کوښښ مه کوه، چې هغو شیانو پسې لاړ شې، چې نه یې لرې؛ بلکې له هغو شیانو خوند واخله چې همدا اوس یې لرې.دوه ډلې خلک تل خوار او ذلیل وي: یو چې د هیچا خبرو ته غوږ نه نیسي، بله چې د هر چا خبرو ته غوږ وي.کله مو چې ولیدل، د ټیټو انسانانو سیوری ورځ په ورځ لوړېږي، نو پوه شئ، چې د هغې ټولنې لمر په ډوبېدو دی.د انسانانو د خفګان لوی لامل له نورو سره د ځان مقایسه کول دي.د نړۍ نیم خلک داسې دي، چې د ویلو لپاره ډېر څه لري، خو نه غږېږي؛ خو د نړۍ نیم کسان داسې دي، چې د ویلو لپاره هېڅ نه لري، خو ټوله ورځ غږېږي.کله کله به بریالی شې او کله کله به زده کړه وکړې، خو هڅه مه پرېږده!د نړۍ تر ټولو هوښیار نارینه هم غلط شوي، او غلط کړي هم ښځو دي، خو بیا هم ځینې وایي، چې ښځې کم‌عقله دي. — جان میلټوننه پوهېدم، چې غم او خفګان سړی فکر کولو ته هڅوي، او فکر کول سړی غم او خفګان ته بیایي.هنر د تیښتې یوازینۍ لار ده، چې تاسې کور پرېښودلو ته نه مجبوریږئ.ځینو کسانو ته د رسېدو لپاره تاسې مجبور یاست ټوله لاره په منډو لنډه کړئ، خو بیا به دومره ساه نه لرئ، چې ورسره کېنئ؛ نو غوره ده هغو کسانو ته ور وځغلئ، چې نیمه لار یې ستاسو پر لور منډه کړې وي.هغه اوښکې چې د ماتې پر وخت تویوو، هغه خولې دي، چې د بریالیتوب لپاره مو باید څڅولې وای.ټول انسانان لکه سپوږمۍ داسې دي؛ ټول تیاره اړخ لري، خو هیچاته یې نه ښيي.که له دوو کسانو سره مینه لرئ، نو دوهم یو انتخاب کړئ؛ ځکه که مو لومړی رښتیا خوښ کړی وای، نو دوهم ته به مو اړتیا نه لرله.تمدنونه هغه وخت له منځه ځي، چې د ټولنې مشران د خلکو نویو پوښتنو ته زاړه ځوابونه ورکړي.نور نه غواړم، چې په ژوند کې مې لاسوهنه وکړم، ځکه د دې کار لپاره نور خلک ډېر دي.ستاسو په ژوند کې باید ډېر د قدر وړ هغه کسان وي، چې هغه وخت یې مینه درسره کړې وي، چې د مینې وړ نه وئ.یو سرمایه‌داره سړي بهلول ته د سپکاوي لپاره وویل: «زما او ستا ترمنځ څه مشترک شته؟» بهلول ورته وویل: «هو! یو، ستا کوپړۍ او زما جیب؛ دواړه تش دي. بل، زما کوپړۍ او ستا جیب؛ دواړه ډک دي.»د ساعتونو دوکان ته لاړم، ډېر ښکلي ساعتونه وو، خو هېڅ یو د هغه ساعت په شان ښکلی نه و، چې زه او ته پکې یو ځای وو.باران هم پر ظالم اوري، هم پر مظلوم؛ خو پر مظلوم ډېر اوري، ځکه ظالم ترې چترۍ اخیستې.د یو احمق خبرې ته دومره چوپ شوم، چې ویې ویل: «ښه خبره ځواب نه لري.»ځینې خلک ستا د ماتېدو انتظار کوي، خو کله چې ته بریالی شې، بیا وایي: «موږ خو له لومړۍ ورځې درسره وو.»

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.0
3.0 (12)

12 ټولې رایې

5★
2
4★
2
3★
2
2★
6
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
احسان الله افغان 1 اونۍ دمخه

ډېر ښه راغلاست وايم

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan