oiuytrew
ریس خادیم

لنډ کيسه : 🥺

213 لیدنې 8 رایې
4.0 (8)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

لنډ کيسه : 🥺یوه ورځ په وړې خبرې سره خپه شوو، د اوړي ورځې شپې وې، زه پر کټ ویدۀ شوم، هغه لاندې ویده شوه، شپې ناوخته تږی شوم، د اوبو ترموز د مېز پر سر ایښی و، پاڅېدم، اوبه مې وڅښلې، بېرته چې ځای ته ستنېدم، دا خپل ځای کې ناسته وه او تروې-تروې یې راته کتلې، بیا یې غوسه کې وویل: _ ته ولې اوبو پسې خپله جیګ شوې ها!؟ ما هم ورته په غوسه وویل چې شکر لاسونه او پښې لرم، څه فلج نه یم، خپله یې څښلی شم، څنګ ته مې راغله، له ګرېوانه یې ونیولم، وې ویل: _ یوه خبره مې په خلاصو غوږو واوره، جنګ په خپل ځای، خو ته حق نه لرې چې له ما زما خوښي واخلې، ته چې هر وخت تږی شې او له ما اوبه وغواړې، زه ډېره خوشالېږم. خیر که خبرې نه کوو، خو ته به خپله اوبو پسې نه پاڅېږې. له دې خبرو سره یې سترګې لندې شوې، لاسونه مې ترې تاو کړل، جنګ ختم شو....اوس چې هغه په دې نړۍ کې نه‌شته، د شپې دوه-درې ځلې اوبو پسې جیګېږم، کله چې اوبه تر ستوني تېرې کم، پر دېوال مې د هغې ځړېدلي عکس ته پام شي چې په ډنډو سترګو راګوري، یا به زه ورته په ډنډو سترګو ګورم، ځکه به راته داسې ښکاري. بیا راته خپله هغه خبره رایاده شي چې یوه ورځ مې ورته ویلي و "مینه هېڅکله نه مري."

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.0
4.0 (8)

8 ټولې رایې

5★
3
4★
3
3★
1
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan