oiuytrew
ریس خادیم

له روسي ادبیاتو څخه

286 لیدنې 10 رایې
3.5 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Sep 2026

له روسي ادبیاتو څخه!لنډه ڪیسه له انتوني چېخوف څخه: د بخت اغېزڅلوېښت ڪاله مخڪي، ڪله چي زه پنځلس ڪلن وم، ما پر سړک د لسو روبلو یو نوټ وموند... له هماغي ورځي وروسته مي نور هیڅڪله خپلي سترګي له ځمڪي پورته نه ڪړې.او نن، له دغو ټولو ڪلونو وروسته، زه ڪولای سم لڪه میلیونران، د خپلو لاسته راوړنو حساب درڪړم: ● ۲۹۱۷ بټنې ● ۲۴۴۱۷۲ قلمان ● ۱۲ د قلمو سرونه ● یو دستمالاو... ● یوه ڪږ سوې ملا ● یو بې‌خونده ژوند!دا هیڅ د تعجب وړ نه ده؛ ځڪه چي یوازي پر بخت تڪیه ڪول، او د ڪومي معجزې په تمه ڪښېنستل، انسان ته یوازي یو شی ور پرېږدي: ڪږه سوې ملا، او یو بیڪاره ژوند!💡 پیغام:بخت ڪله ڪله درته مسڪا ڪوي، خو ڪه ته یوازي د بخت په تمه ڪښېنې، ښایي ټول عمر دي همداسي تېر سي — نه معجزه ووینې، نه نېڪمرغي!هغه څوک چي یوازي بخت ته سترګي نیسي، ډېر وخت د ژوند له ښڪلاوو بې‌برخې پاتېږي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (10)

10 ټولې رایې

5★
1
4★
5
3★
2
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan