oiuytrew
ریس خادیم

له عبرته ډکه کیسه

276 لیدنې 16 رایې
4.0 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 24 Aug 2026

له عبرته ډکه کیسه : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بوډۍ ښځې راډیو ته زنګ وواهه، چې له څو ورځې راهیسې سخته وږې یم او یوازې په اوبو او وچې ډوډۍ ګوزاره کوم، نو د الله د رضا په خاطر يو څه مرسته را سره وکړئ. د الله پاک له وجود څخه یو تن منکر شخص هم دې خبرو ته غوږ و‍، فکر یې وکړ، چې راځه یو مسلمان به په الله بدګمانه کړم، نو په همدې موخه یې ډېر زیات خوراکي توکي واخیستل او د بوډۍ ښځې د ادرس له معلومولو وروسته یې خپل نوکر ته امر وکړ، چې دا فلانۍ بوډۍ ته یوسه او کله چې در څخه هغې پوښتنه وکړه، چې دا سامان چا رالېږلي دي، نو ورته ووایه، چې دا د شیطان له طرفه ستاسو لپاره یوه تحفه ده.بوډۍ ښځه د دومره ډېر سامان په لیدو سخته خوشحاله شوه او سمدستي یې یاد خوراکي توکي خپلې اشپزخانې ته ورسول. نوکر بوډۍ ته وویل، چې آیا تاسې په دې اړه پوښتنه نه کوئ، چې دا سامان آخر چا رالېږلی دی.؟ بوډۍ وویل: زه د دې خبرې هېڅ پروا نه کوم، چې دا سامان ما ته چا رالېږلی دی، خو دومره پوهېږم، چې کله زما د رب حکم وشي، نو بیا شیطان هم دا حکم عملي کوي .!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.0
4.0 (16)

16 ټولې رایې

5★
6
4★
6
3★
2
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
محيب اللّه محبت 1 مياشت دمخه

بيشکه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan