oiuytrew
ریس خادیم

له عبرت څخه ډکه کیسه :

222 لیدنې 17 رایې
3.4 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 26 Aug 2026

له عبرت څخه ډکه کیسه :په یوه کور کې د موږک سوړه وه، دغه کور د یو بزګر و. یوه ورځ موږک ولیدل چې دهقان او میرمن یې له یوې بوجۍ څخه څه شئ راوباسي! موږک چې ځیر شو نو ویې لیدل چې په بوجۍ کې تلک (دام) دی!موږک له ډیرې ویرې پاس بام ته وخوت او دا کیسه یې کوترو ته بیان کړه چې د کور خاوندانو تلک راوړی! کوترو ورته وویل چې دا زما ستونزه نه ده زه هسې هم په تلک کې نه نښلم. موږک ډیر مأیوسه شو نو سمدستي لاړ او د تلک کیسه یې چرګ ته وکړه، چرګ ورته کړه چې زما د تلک سره هیڅ سر و کار نشته. غمجن موږک د دهقان د تلک کیسه پسه ته وکړه، پسه ورته په پسخند او ریشخندۍ سره وویل چې ځه خپل کار کوه.شپه شوه کړپ شو چې په تلک کې مار ونښته! د کور میرمن دا فکر وکړ چې ګواکې موږک په تلک کې نښتۍ، د شپې په تیاره کې یې چې تلک ته لاس وروړ نو مار ټک ورکړ! د کور د میرمن طبیعت په خرابیدو شو نو دهقان سمدستي حکیم راوغوښت، حکیم وویل چې مریض ته باید د کوترو خروا ورکول شي! کوتر لا په دیګي کې خوټیده چې د بزګر خپلوان د ښځې پوښتنې ته راورسیدل، د میلمانو د قدر لپاره دهقان چرګ حلال کړ.څو ورځې بعد د دهقان میرمن مړه شوه، خلک ډلې ډلې مړي ته راتلل نو دهقان مجبوره شو پسه يې حلال کړ ترڅو د میلمانو قدر وشي. موږک د دهقان له کوره ډیر لیرې تللی و، بیخي لیرې.....یادونه : که چیرته هر څوک تاسو ته راشي او خپله ستونزه درته بیان کړي نو دا ورته مه وایه چې دا خو زما مشکل نه دې! لږ فکر کوه او دا وایه چې شونې ده سبا دغه مشکل ما ته هم پیښ شي. د نورو د درد احساس هم په ځان کې پیدا کړه....

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (17)

17 ټولې رایې

5★
2
4★
4
3★
9
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan