له عزرائیل څخه پوښتنه وشوه :چې ته خو د انسانانو روحونه اخلې تر اوسه دې د چا په حال ژړلي دي؟ عزرائیل جواب ورکړ: یو ځل مې خندلي دي ، یوځل مې ژړلي دي ، یو ځل ویریدلی یم ،هغه وخت وخندیدم چې ما ته امر وشو چې د یوه سړي روح واخلم او هغه مې د یو موچي ( څپلۍ جوړونکي ) سره پیدا کړ ، چه څپلۍ جوړونکي ته یی ویل : چې څپلۍ مې داسې راته وګنډه (رجوړې کړه ) چې یو کال دوام وکړي، نو دده په خبره مې وخندل او روح مې ترې واخيست .!هغه وخت مې وژړل چې کله ماته امر وشو چې د یوې ښځې روح واخلم او هغه مې په یوه ګرم، بې اوبو او بې ونې بيابان کې د زیږون په حالت کې وموندله او لږ منتظر شوم چې ماشوم یې نړۍ ته راوړ، روح مې ترې واخیست،. نو زړه مې په هغه بې سرپناه، بې څوکه او په ګرم بيابان کې پاتې ماشوم باندې وسوزیده او وژړیدم .!هغه وخت وویریدم : کله چې ماته امر وشو چې د یوه فقیه (عالم) روح واخلم چې رڼا یې (نور ) له کوټې راتله، څومره چې ور نيږدې کیدم رڼا یې زیاتیدله، کله چې مې روح ترې واخیست دده د مخ د زیات نور (رڼا) څخه وویریدم، په دې وخت کې الله راته وویل چې، پوهیږې دا نوراني عالم، فقیه څوک دی؟ دا هماغه ماشوم دی چې په ګرم بيابان کې دده د مور روح تا واخیست ، او دا ماشوم بې کسه، بې وسه او بې سر پناه په ګرم بيابان کې پاتې شو،. د هغه ساتنه او روزنه زما پر غاړه وه، هیڅ وخت داسې ګمان مکوه، تر څو چې زه موجود وم په جهان کې به یو موجود هم بې سر پناه پاتې نه شي.!( سبحان اللّٰه داسې يو مهربان رب لرو 😘 )
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)