انسان الله جل جلا له پیدا کړ او هغه ته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او د سمط او کږې لارې لارښوونې یې ورته وکړې. اوس انسان ته پوره اختیار دی چې کومه لار غوره کوي؟ ښه- که بد؟ دا په ده پوري تړلې ده. خو انسان ته الله یو مسؤلیت ورپه غاړه کړی او ورته ویلی یې دي چې ما هسی او بې ځایه نه یې پیدا کړی. لکه قرآن عظیم الشان کې راځي:وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات ۵۶ آیت)ژباړه: ما پیریان او انسانان ندی پیدا کړی مګر د خپل عبادت لپاره.اوس انسان که ښه وکړي یا بد؟ په ژوند کې کله د هغې سزا او جزا وویني او کله نه؟ که په ژوند یې سزا او جزا ولیدله نو سهی ده او که و نه لیدله نو بیا……؟د بیلګې په ډول که انسان په چا ظلم وکړی او مظلوم ترې په ژوند خپل بدل وانخیستی شو نو اوس دی به څه کوی؟ کوم عدالت ته به ځي؟ وو شته یو عدالته چی هغه بعد له مرګه دی او هغی ته د قیامت ورځ او د آخرت ژوند وايي. د مرګ په هکله په قرآن کی ډير آیتونه شته دلته یی یو کافی بولم ، الله جل جلاله فرمایی:آل عمران: كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُون َژباړه: هر نفس څکونکی د مرګ دی او بیا یې راتګ موږ طرفته(الله) دی. آل عمرانیانی کله چې انسان مرګ وڅکي نو بیا یې تګ الله جل جلا له طرفته دی.اوس راځو دې ته چی ننی ساینس پس له مرګه د ژوند په هکله څه وایي.د مرګ څخه بعد روح ژوندی پاتی کیږی یا هر څه له مینځه ځی. دا دومره قدیمی بحث دی لکه څومره چی د انسان تاریخ دی (البته د ساینس په اند) ساینسپوهان د ډیر وخت راهیسی په دې هڅه کی وو چی د دې سوال ځواب ولټوي او بلاخره د جرمني د ارواپوهانو (نفسیاتو څیړنکو) او ماهرانو دا دعوه وکړه چې د هغوئ کړو تجربو دا ثابته کړې چې د مرګ نه پس ژوند شته خو هغه ژوند د دې ژوند څخه ډیر توپیر لري.دغه څیړنې او تجربی د جرمني په تیکنالوجی پوهنتون کی د کارډیو پلونري د ریسې ټیشن په مشرۍ وشوې چی په دې تجربو کی د مختلفو مذاهبو ۹۴۴ رضا کارانو برخه اخیستې وه. په دې تجرتو کی برخه اخیستونکو وګړو ته د یو ډول درمل پواسطه د ۲۰ دقیقو لپاره کلینکی مرګ ورکړل شو. دا کټ مټ د فزیکي مرګ (یا الهی مرګ) غوندې دی خو یوه خبره ده چې سي پي آر مشین او د درملو پواسطه بیرته ژوند په خپل حال کیدی شی (یانی ژوندی کیدی شی).په دغو تجربو کې وګړو یو شانته تجربې واورولې او ویې ویل، کله چې پاس لاړ شي (روح پاس لاړ شی) نو دوئ ډیر راحت، آرام او سکون محسوساوه.د دې څیړنې مشر ډاکټر برتهولډایکرمین وویل چی دې تجربو دا په ثبوت ورسوله چی د جسم له مړ کیدو سره داسی نده چې هر څه دې له مینځه ولاړ شي بلکې انسان یوې بلې لطیفې او نازکې دنیا ته لاړ شي او د یو نوي ژوند پیل وکړي.ژباړه او زیاتونه: امین شینواری
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
7 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
59 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
524 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)