له نمک حرام سره مرسته کول!!! په یو لوی او ویروونکي ځنګل کې یو خطرناک لیوه اوسیده، نور حیوانات یې له زور او چل دواړو په ویره ګرځیدل.خطرناک لیوه یوه ورځ، خپل ښکار ډېر په بېړه وخوړ، یو هډوکی یې په ستوني کې بند شو، څومره هڅه یې چې وکړه، هډوکی نه ایستل کیده.لیوه وارخطا شو او د ساه اخیستلو له تکلیفه ډیر په تکلیف و، په ځنګل کې سرګردان ګرځیده، تر هغه چې د سیند پر غاړه یې یو ښکلی د اوږدې غاړې لرونکې ډینګ ته ورسېد چې خپله اوږده مښوکی یې په اوبو کې ننه ایستلي وه.لیوه ډیر په تکلیف وویل: مرسته راسره وکړه، یو هډوکی مې په ستوني کې بند شوی، زه ساه نه شم اخیستی! ډینګ، که څه هم ویریدلو او د هغې خطرناک لیوه په اړه یې ډیر اورېدلې و، خو د هغه کړاو یې زړه نرم کړ.ډینګ وویل: که مرسته درسره وکړم، وعده راکوې چې ما ته به یې بدل کې یو څه راکوې؟ لیوه په زحمت ساه واخیسته او بیا یې وویل: هر څه چې وغواړې، یوازې ما وژغوره!ډینګ پر هغه باور وکړ، د خپلې اوږدې او نرۍ مښوکې په وسیله یې په ډېر احتیاط د لیوه خوله خلاصه کړه او په خپله مښوکه یې ورو ورو د هغه ستوني ته ننه ایسته، تر څو هډوکی وباسي، له څو شېبو وروسته یې هډوکی را و ایست. لیوه ټوخ کړ، ساه یې واخیسته، او جوړ شو. ډینګ ورته وویل: اوس د وعدې وخت شو، زما بدله؟ لیوه سترګې راټولې کړې او ویې خندل، بیا یې وویل: بدله؟ تا خپل سر زما خولې ته ننه ایستلی و، او ژوندۍ پاتې شوې، همدا دې بدله نده؟ډینګ په حیرانتیا وویل: خو تا خو وعده کړې وه! لیوه غوسه شو بیا یې زیاته کړه: ما هېڅ وعده نه ده کړې، مننه باید ته وکړې چې سر مې در پرې نکړ! او له دې سره لیوه روان شو او د ونو په منځ کې ورک شو، ډینګ یې یوازې پرېښود، ډینګ مهرباني وکړه، خو بېانصافي یې ولیدله.📌د کیسې عبرت : کله هم له بدو خلکو نه د مننې تمه مه کوه، څوک چې درنښت او انسانیت نه پیژني، ستا نېکي به هم په خپل نوم واړوي .!#باور #دوکه #انصاف #کومک #لايک
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)