له پنده ډکه کیسه :یوه عرب لیکوال له خپلې ښځې سره یو نوي ښار ته کډه شو. سبا سهار دواړه ناست وو او چای یې څښلو، ښځې د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ویل:“وای خدایه! د ګاونډۍ ښځه وګوره، جامې پر تناب اچوی خو یو یی هم پاک نه ښکاري! لکه چې ښه پوډر نه لري، یا ښايي سم مینځلای نشی.”لیکوال ورته یواځې وکتل، خو څه یې و نه ویل.هر ځل چې ګاونډۍ به جامې پر طناب اچول، ښځې به هماغه خبره تکراروله: “دا خو هېڅ نه پوهېږي چې جامې څنګه ومینځي، دا جامې ټول وخت چټلې وي څه بیکاره ښځه ده!”نزدې یوه هفته وروسته، یوه ورځ ښځې حیرانه کړکۍ ته وکتل او په تعجب سره ویې ویل:“ووو، وګوره! نن یې جامې پاکې صفا دي! دا خو اوس یی زده کړل، نه پوهېږم چا ور ښوولي چې څنګه سمې جامې ومینځي!”سړي وخندل او ورته ویې ویل: “زه نن سهار وختي راپاڅېدم، د کړکۍ ښئښی مې پاکې کړی!”بیا یی ورو ورته وویل: “ژوند همداسې دی. موږ چې د خلکو کارونه ګورو، هغه د خپلې کړکۍ له لارې وینو. که زموږ کړکۍ چټله وي، هر څه به مونږ ته چټل ښکاري. نو مخکې له دې چې د چا په اړه قضاوت وکړو، اول باید خپله کړکۍ پاکه کړو.”
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)