«کله چې یوه اسراییلي سرتېري په ما د M16 ټوپک ونیو، فلسطینیانو زما د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړ.» دا مرکه د اسټرالیايي فعال رابرټ مارټین (Robert Martin) چې په روبې مشهور دی، او د پوډکاسټ کوربه کېنیین ممز ترمنځ یوه اغېزمنه او له ایمان څخه ډکې خبرې اترې دي. روبې پکې په فلسطین کې خپلې شخصي تجربې، د بشري حقونو د جدي سرغړونو لیدنې او په پای کې د اسلام د منلو بشپړ سفر بیانوي. کېنیین: د تېر کال د ډسمبر په ۱۷مه نېټه تا دشهادت کلمه ولوسته. رابرټ! ایا کولای شې د اسلام د منلو ټوله کیسه له موږ سره شریکه کړې؟ روبې: دا زما لپاره ستر ویاړ دی. دا داسې سفر و چې ظاهراً پنځلس تر شلو کلونو پورې اوږد ښکارېده، خو په حقیقت کې په ناڅاپي ډول بشپړ شو. زما یو ډېر نږدې ملګری ناصر مشني دی، چې په اسټرالیا کې د فلسطین له مخکښو ویاندویانو څخه دی. د هغه پلار په ۱۹۴۸ کال کې له خپل ټاټوبي څخه جبري ایستل شوی و، نو د فلسطین قضیه د دوی د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه وه. هغه به له نولس سوه نویمو کلونو راهیسې راته ویل چې هلته څه روان دي، خو ما د رسنیو د تبلیغاتو له امله د هغه خبرې نه منلې. رسنیو به فلسطینیان د ترهګرو او توندلارو په توګه ښودل، او ما به د خپل تر ټولو نږدې ملګري پر ځای د رسنیو پر روایت باور کاوه. په ۲۰۱۴ کال کې، کله چې اسراییلو پر غزې بمبارۍ وکړې، زه د خپل ملګري کور ته ولاړم. هغه په ژړا و او ویل یې: «د ماشومانو مړي چې وینم، نور مې زغم نه پاتې کېږي.» بیا یې راته وویل: «ته دا نه شې درک کولای.» او رښتیا هم هغه مهال زه د ناپوهانه تعصب ښکار وم. کېنیین: بیا دې د حقیقت د موندلو لپاره څه وکړل؟ روبې: ما د رسنیو د راپورونو طریقه وڅېړله او د هسبارا (Hasbara) په نوم د هغو تبلیغاتي تګلارو په اړه مې معلومات ترلاسه کړل، چې پکې رسنیو ته ښوول کېږي څنګه اسراییلیان د احساساتو لرونکي انسانان او فلسطینیان یوازې د بې نومه شمېرو په توګه معرفي کړي. هماغه وخت مې درک کړه چې زموږ ذهنونه په ډېر مهارت سره څنګه ګمراه کېږي. نو پرېکړه مې وکړه چې خپله فلسطین ته ولاړ شم او حقیقت په خپلو سترګو ووینم. زه د اللنبي پُل (Allenby Bridge) له لارې واوښتم. ځکه چې اسټرالیايي وم، ژر یې پرېښودم، خو ټول عرب او مسلمان مسافر یې سخت وپلټل، ساعتونه یې وځورول او سپکاوی یې ورته وکړ. همدا صحنه زما د سترګو د پرانیستل کېدو لامل شوه. کېنیین: هلته له رسېدو وروسته څه درسره وشول؟ روبې: ما پرېکړه وکړه چې له کومې ډلې سره ونه ګرځم، بلکې یوازې سفر وکړم. په بلعین (Bil'in) نومي کلي کې لار رانه ورکه شوه. له یوې خوا د ډزو غږونه وو او له بلې خوا د اذان نغمه. زه د ارام لپاره د یوه جومات مخې ته کښېناستم. لږ وروسته یو سړی راوووت او زه یې جومات ته دننه وروبللم، سره له دې چې زه ورته بشپړ پردی وم. د دوی پر شاوخوا مرمۍ اورېدې، خو د دوی په اخلاقو کې مې داسې نرمي، مینه او د نورو د پالنې احساس ولید چې هېڅکله مې نه و لیدلی. په یوه بل وخت کې، کله چې یوه اسراییلي سرتېري په موټر کې راباندې د M16 ټوپک ونیو، فلسطینیانو زما د ژغورلو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړ، ځکه هغوی غوښتل چې زه نړۍ ته حقیقت ورسوم. ما ولیدل چې هغوی حتی د کنډوالو په منځ کې هم لمونځ نه پرېښود. همدا ژوره عقیده، صبر او استقامت سبب شول چې زه يې پر قرآن کریم پوهېدو ته وهڅولم. کېنیین: ایا له دې مخکې دې کله قرآن کریم لوستی و؟ روبې: لس کاله مخکې مې قرآن لوستی و، خو هغه وخت مې سم نه شو درک کولای. قرآن هغه کتاب نه دی چې یوازې ولوستل شي؛ بلکې باید په ژور فکر، تدبر او پوهه سره درک شي. زه په داسې سخت عیسوي چاپېریال کې لوی شوی وم چې مذهب پکې د سزا او وېرې د وسیلې په توګه وړاندې کېده، له همدې امله وروسته د الحاد پر لور مایل شوم. خو کله چې مې له فلسطینیانو سره وخت تېر کړ او د هغوی اخلاق، صبر او ایمان مې ولید، پوه شوم چې دا غوره خلک دي او د هغوی د دې ټینګښت راز د هغوی دین دی. کېنیین: د اسلام د منلو وروستۍ شېبه څنګه راورسېده؟ روبې: ما منظمې دینی زده کړې پیل کړې. په اسټرالیا کې شیخ الله او احمد باسل زما لارښوونه وکړه او زما په زړه کې یې د ایمان تخم وشینده. وروسته، د ډسمبر په ۱۷مه نېټه مې کلمه شهادت ولوسته او اسلام مې قبول کړ. دا زما د ژوند تر ټولو ستره او ښکلې پرېکړه وه. که څه هم له اسلام راوړلو وروسته، کله چې له دوحې څخه اسټرالیا ته ستون شوم، په هوايي ډګر کې مې سخته پلټنه وشوه او د جوماتونو او مسلمانو ملګرو په اړه رانه پوښتنې وشوې، خو زه پر خپلې پرېکړې بشپړ خوښ او مطمئن یم. کېنیین: د فلسطین د اوسني وضعیت په اړه، په داسې حال کې چې نړیوالې رسنۍ چوپ ښکاري، څه وایې؟ روبې: اسراییل تل پر دې حساب کوي چې د خلکو حافظه او پام ډېر ژر بلې خوا ته اوړي. اوس چې د نړۍ پام نورو موضوعاتو ته اوښتی، په غزه او لوېدیځه غاړه کې ظلمونه لا زیات شوي دي. موږ باید د فلسطین د حق لپاره خپل غږ تل پورته وساتو. اقتصادي بایکاټ یوه اغېزناکه وسیله ده چې د اسراییل پر اقتصاد یې د پام وړ اغېز کړی دی. سربېره پر دې، د ځوانانو او محصلینو خوځښتونه هم مهم رول لري. کېنیین: که داسې مایکروفون درسره وای چې ټولې نړۍ دې غږ اورېدلای شوای، نړۍ ته به دې څه ویلي وای؟ روبې: زه به یوازې یوه خبره وکړم: قرآن ولولئ، په ژوره توګه یې درک کړئ، بیا پرې خپله پرېکړه وکړئ. همدارنګه د فلسطین د قضیې په اړه هم لومړی مطالعه وکړئ، مستند حقایق وپېژنئ او وروسته قضاوت وکړئ. کله چې انسان له تعصب څخه ځان خلاص کړي او د حقیقت په لټه کې شي، هماغه لاره یې سم منزل ته رسوي. ویډیو لینک: https://youtu.be/EA79KVEqobI? ژباړن:اصل دين ځدراڼ. *نشرونکی: عبدالله امير*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.3
6 ټولې رایې
5★
1
4★
2
3★
1
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
اسلام
قرآن عظیم الشان په اړه
قرآن عظيم الشان الله تعالی خپل وروستی پیغام او ستر کتاب قرآن عظیم الشان د دې په خاطر نازل کړ، چې د مسلمانانو لپاره د ا...
عبدالله امير
103 لیدنې
03 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
شيش عليه السلام
شيش عليه السلام د آدم عليه السلام ځوی وه کله چې شيش عليه السلام پيدا شو نو د آدم عليه السلام عمر ۱۳۰ کاله وه د شيش عليه...
عبدالله امير
152 لیدنې
03 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
🔴 د اسلام دښمنانو ته خپله عقیده
🔴 د اسلام دښمنانو ته خپله عقیده ⬅ او ایمان په داسي ډول ور پیژندل ⬅ خوند کوي .❗ شیخ اسرار راشد (2020 کال کې) په انګل...
ریس خادیم
206 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)