افغانستان لومړنی پیلوټ څوک و؟ د افغانستان فضا ته په ۱۲۹۸ل کال د غويي مياشت کې دوې برتانوۍ الوتکې راننوتې او پر جلال اباد، کابل او سپين بولدک ب-مباري وکړه. شاه امانالله خان همدې الوتکو ته په کتو او د وخت اړتياوو ته په پام سره له خپلواکۍ وروسته سمدستي د هوايي ځواک د جوړېدو په هڅه کې شو او په همدې موخه يې په ۱۳۰۰لمریز کال درې تنه پياوړي افسران (جګړن محمد احسان خان، تورن غلام دستګيرخان او تورن محمد هاشم خان) ايټاليا هېواد ته وليږل، چې د پيلوټۍ، تخنيک او کشف په برخو کې لوړې زدهکړې وکړي، دوی د افغانستان د هوايي چلند په تاريخ کې لومړني کسان وو، چې په دې برخه کې يې زده کړې وکړې. ويل کېږي دوی لومړني کسان وو چې په کابل کې يې الوتکه ښکته کړه او د شاه امانالله خان له لورې پرې د طلاوو سکې وشيندل شوې او په دوی کې جګړن #احساناللهخان #پيلوټ و او لومړی کس و، چې الوتکه يې د شيرپور هوايي ډګر کې کېنوله. ويل کېږي ښاغلی احسانخان د کابل پر فضا خپله الوتکه وګرځوله او تر شا یې #اماناللهخان هم ناست او له فضا څخه يې د خپلې ښکلې پلازمېنې ننداره کوله. د الوتکې پر وزرو د الله اکبر کلمه لیکل شوې وه، چې خلک د ویرې پر ځای د خوشحالۍ او ویاړ احساس وکړي، چې ګواکې الوتکه د انګریزانو نه بلکې د افغانستان خپله الوتکه او خپل پیلوټ ده. @سترګه #Afghanistan کاپي
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.5
12 ټولې رایې
5★
5
4★
1
3★
2
2★
3
1★
1
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
480 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)