oiuytrew
احسان الله افغان

ليک نښې

7 لیدنې 0 رایې
0.0 (0)

په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو نښانو څخه ليکنې سمه معنا نه ورکوي او لوستونکی يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي. اړينه ده چې ليک نښې په لنډ ډول وپيژنو: ټکی«.»:دا نښه د بشپړې جملې په پای کې راځي. لکه:بې له زيار او زحمته کاميابي نشته. کامه«،»:کامه يا چپه پیش د يوه لنډ ځنډ لپاره راځي. همدارنګه د کلمو او جملو په بيلولو کي هم کارول کېږي. لکه:ميرويس،اجمل،عمران او حيات زيارکښ زده کونکي دي. شارحه «:»:شارحه يا دوه ټکي له هغو کلمو څخه وروسته راځي چې ورپسې شرح او بیان ولري. لکه:د ژبې مهارتونه دا دي:غوږ نيول،خبرې کول،لوستل او ليکل. سواليه«؟»:دا نښه د پوښتنې لپاره راوړل کېږي،یعنې د هر ډول سواليه جملو په پای کې راځي.لکه: د اريايانو لومړنۍ ژبه څه نومېده؟ ندايه«!»دا علامه د غږ کولو يا ندا او تعجب په وخت کې کارول کېږي،کله:لويه خدايه! ته زموږ د بیچاره ولس په حال رحم وکړې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

0.0
0.0 (0)

0 ټولې رایې

5★
0
4★
0
3★
0
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan