oiuytrew
ریس خادیم

لږ تم شه! او د مور د مینې یوه بېلګه وګوره!

254 لیدنې 11 رایې
3.5 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 17 Aug 2026

لږ تم شه! او د مور د مینې یوه بېلګه وګوره!هانټر فلېچر نومیږي، ۱۱ کلن ماشوم دی، خبرې نه شي کولی. خو لیکل کولای شي. مخکې به ورسره ټابلیټ وه، یو وخت له مور سره رسټورانټ ته تللی و، ټابلیټ یې کار نه کاوه، مور ورته د کاغذ یوه ټوټه راوړه خو په هغې د لیکلو سره بلد نه و. مور یې (جېسیکا فلېچر) بل چل وکړ. پر چپ لاس یې ټاټوګان د کمپیوټر د کیبورد په بڼه رسم کړل. یاد ماشوم اوس کولای شي په حوض، لوبغالي او یا بل هر ځای کې د خپلې مور پر لاس د ګوتې په وهلو خبرې ولیکي. مور یې هر توری په یاد ساتي او سره یې نښلوي. کله چې ټول توري بشپړ شي، یوه کلمه یا جمله ترې جوړیږي او مور پوهېږي چې زوی یې څه ویل غواړي. جېسیکا فلېچر وایي، "که زما زوی ته د خبرو یوه بله لار برابرېږي، زه چمتو یم خپل بدن زر ځله ټپي کړم." جېسیکا د خپل زوی د اړیکې نیولو ویډیو پر فېسبوک خپره کړه، چې په میلیونونو خلکو ولیده او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو یې پراخ غبرګونونه راوپارول. ګڼو والدینو، د وینا متخصصینو او ټاټو هنرمندانو د دې نوښت ستاینه کړې او ځینو هنرمندانو اعلان کړی چې د ورته ماشومانو د کورنیو لپاره به دا ډول خالونه وړیا جوړوي. ***

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (11)

11 ټولې رایې

5★
3
4★
3
3★
1
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan