oiuytrew
ریس خادیم

مار

262 لیدنې 11 رایې
3.7 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 06 Aug 2026

پر مار ډبره وغورځېده، د مرستې چغې یې پیل کړې، یوه ښځه راغله تېږه یې ترې لرې کړه. مار ورته کړل، ما قسم کړی چې مې څوک مرسته وکړي، همغه به چیچم. ښځې ورته کړل، چې ما خو درسره مرسته وکړه، څنګه مې چیچي؟ مار ورته کړل دا زما طبعیت دی زه بدلیدلای نه شم ښځې ورته کړل، له دریمګړي به وپوښتو، که یې د چیچلو فیصله وکړه، نو بیا مې وچیچه. دوی دواړه روان شو، په لاره لیوه سره مخ شو، دواړو ورته کیسه وکړه، لیوه ورته وویل زه باور نه کوم، دا کار زما مخ کې بیا تکرار کړئ. ښځې تیږه د مار پر سر کېښوده او لیوه ته یې کړل داسې مسله وه. لیوه ورته کړل همدسې یې پرېږده، څوک چې د چا د ښېګڼې مننه نه کوي ، هغه د مرستې وړ نه دی .!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (11)

11 ټولې رایې

5★
5
4★
0
3★
4
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan