oiuytrew
ریس خادیم

مامون رشید

208 لیدنې 10 رایې
3.3 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

مامون رشید :دهارون الرشید زوی مامون الرشیدچی ڪله ماشوم وویوه ورځ بغیر له ڪوم سبب اودلیل ښونڪی په لڪړه وواهه مامون وویل:ولی دی ووهلم؟ ښونڪی هیڅ ونه ویل ڪله چی مامون څو ځلی پوښتنه وڪړه ښونڪی ورته وویل غلی سه! وروسته له شلو ڪالونو څخه چی ڪله مامون دخلافت واڪ ته ورسیدی لومړی امر یی داوڪړ چی هغه ښوونڪی راحاضر ڪړی مامون له ښونڪی وپوښتل زه چی ڪله ماشوم وم تاولی ووهلم ښونڪی مسڪی شو او وی ویل هغه دی ندی هیر ڪړی مامون ویل نه په الله قسم هیڅ ڪله به یی هیر نڪړم :ښونڪی ورته وویل ددی لپاره می ووهلی ترڅو پوه سی چي ته دخلافت له ڪورنی څخه وی ڪیدلی سوای واڪ ته ورسیږی چي (مظلوم هیڅڪله ظلم نه هیروی) نو پام ڪوه چی دواڪ په وخت ڪی ظلم ونه ڪړی ځڪه ظلم داسی اور دی چی همیش دمظلوم په زړه ڪی بل وی نه مری ڪه څه هم ڪلونه ڪلونه پری تیر هم شي .!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (10)

10 ټولې رایې

5★
2
4★
3
3★
1
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan