oiuytrew
ریس خادیم

متاهلینو ډیر احتیاط کوئ!!

194 لیدنې 15 رایې
3.3 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 17 Sep 2026

متاهلینو ډیر احتیاط کوئ!!په مکسیکو کي یوې ښځي د خپل مېړه په موبایل کي د یوې بلي ښځي عکسونه ولیدل، مخکي تر دې چي کمه خبره او لفظي جنجال وکړي، بس د ډېري غوسې څخه یې خپل پر مېړه په چاړه برید وکړ او څو ځایه یي په دا پستو کي په چاړه ووهۍ، سړی د درملني دپاره روغتون ته ولیږدول سو او ښځه پولیسو ونیول.خو د کیسې تر ټولو عجیبه برخه دا وه چي د پولیسو د څیړنو وروسته معلومه سوه او ښځي خپله هم ومنل چي په موبایل کي هغه عکسونه د بلي ښځي نه، بلکي ددې خپل عکسونه وه.دا عکسونه ددې ښځي او د مېړه د اړیکي په لومړیو وختونو کي اخیستل سوي وه، هغه وخت دا ښځه ځوانه او ډنګره وه، نو ځکه یې په عکسونو کي خپل ځان ونه‌پېژندۍ او پر یار لالا یي د چړو ګوزارونه وکړه. 😳😄😃😝🤣😭نوټ: کټ‌مټ په فیسبوک کي دا ځیني خلک همدا عادت لري، دا زموږ د ټولني یو تریخ حقیقت دی، ځان نه پوه کوو، سترګي پټوو، خوله خلاصوو؛ بالا نو چي هرڅه مو وویل، و مو کړه، تحلیل او محاسبه نسته؛ ځیني خو داسي خلک سته چي په خپل پوسټ کي یي د ټول هیواد او خلکو سپکاوی کړی وي، سرزوري هم کوي، بیا دلیل هم وایي. . . .

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (15)

15 ټولې رایې

5★
4
4★
1
3★
6
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan