په ځنګله کې يوه ښکلي مرغه ژوند کاوه. یوه ورځ يې يو بزګر وليد چې لوښی يې په لاس کې و او له ځنګل څخه تېرېده. مرغه له بزګر څخه پوښتنه وکړه: «په دې لوښي کې څه دي؟» بزګر ځواب ورکړ: «چينجي دي، هټۍ ته يې وړم او پر بڼکو يې بدلوم.» مرغه وويل: زه ډېرې بڼکې لرم، يوه به يې تاته درکړم. دا چينجي ماته راکړه زه به په چينجو پسې د ګرځيدلو له شره خلاص شم. بزګر چينجي مرغه ته ورکړل او ده خپله بڼکه وايسته او بزګر ته يې ورکړه. راتلونکي ورځي همدا کار تکرارېده تر دې چې يوه ورځ راورسيده چې ښکلي مرغه نورې ډيرې بڼکې نه درلودې. ډېر پرواز يې نه شوای کولی، له همدې کبله د چينجو ښکار هم ترې پاتې شو. ښکلا او د سندرو ويلو ځواک يې هم له لاسه ورکړی و چې بلاخره مړ شو.د کيسې اخلاقي پيغام ډېر واضح دی: مرغه غوښتل خپل خواړه له اسانه لاري ترلاسه کړي، خو همدا اسانه لاره د ده لپاره په تر ټولو ستونزمنه لار بدله شوه.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
160 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
223 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
293 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)