کله چې مشهور عرب سخي (حاتم الطائي) ومړ، ورور يې پر ځان ګوتې ووهلې تر څو ځان چمتو کړي او په ورکړه کې د خاتم الطائي ريکارډ مات کړي، مور يې ورته وويل: بچيه، ځان هسې مه ستړی کوه، ته د هغه ځای نشې ډکولی. سړي وويل: څه خبره ده، زه خو هم د هغه مور او پلار څخه پيدا يم، له کوم چې حاتم الطائي پيدا و. مور يې وويل: حاتم الطائي چې کوچنی و، يوازې به يې شېدې نه څښلې تر څو چې رضاعي ورور به ورسره شريک شوی نه و، خو تا ته به چې ما شېدې درکولې، هيڅوک به دې له ځان سره نه پرېښود، ژړل به دې، تر دې چې هغه ماشوم به مو له کوره بهر کړ.📚حلية النوادرپه عربو کې مو د حاتم الطائي او عبد الله بن جدعان د ورکړې په باره کې کيسې اورېدلې دي؟يو ځای مې لوستلي وو ، عبد الله بن جدعان يې د ژوند په وروستيو کې پټ ځای کې بندي کړی و، په دې خاطر چې چا به هم ترې څه وغوښتل ، پر خوله يې «نه» نه وه.بل ځای مې لوستي وو، نبي علیه السلام وايي: يوه غرمه ستړی له کوم ځايه راغلم، د عبد الله بن جدعان د دېګ سيورې ته مې دمه وکړه.بل ځای مې لوستي وو، ډېر ځله به د عبد الله بن جدعان په کور د ګڼې ګوڼې له کبله خلک ژوبل کېدل. ابو جهل هم د ده په يو پروګرام کې په پښه ژوبل شوی و.د حاتم الطائي لور خپل ورور (عدي بن حاتم رضي الله عنه) ته ځواب ولېږه: وروره له دې نبي (علیه السلام) مه تښته، دا په ورکړه کې زمونږ تر پلار هم وړاندې دی.!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
284 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
296 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
478 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)