oiuytrew
عبدالله امير

مطالعه د بريا لار ده!

528 لیدنې 27 رایې
3.7 (27)

څنګه مطالعه وکړو؟ که ښه ژوند غواړئ مطالعه عاد کړئ، پوهان وايې کتاب ترټولو ښه ملګری دی. کتاب تل د انسان فکري ليد لوري پراخوي. انسانان په فکرونو قوي کيږي نه په جسمونو او پيسو. د نړۍ په تاريخ کې ترټولو ډير ژوندي انسانان پوهان دي. پيغمبر عليهم الصلواة والسلام د علم او پوهي لارویان وو. چې تر دې دمه يې تاريخ ژوندی دی. له دوو زره کالو راهسې يوناني پوهانو نومونه د علمي مجلسونو په بحثونو ژوندي دي. په انساني ژوند کې د هر کار د ترسره کولو لپاره خپل اصول او شرايط وي. که چيري يو کار د خپل اصول او قوانينو په رڼا کې سرته ورسول شي نو ډير ګټوره به وي او په راتلونکي کې د هم دي کار په کولو به د اسانتيا او خوښۍ احساس کوو، ديته ورته کارونه به په مينه او ذوق ترسره کوو. مطالعه هم خپل اصول او قوانين لري. که چیرې د همدي اصولو په رڼا کې مطالعه وشي نو اغيز به ئې تلپاتې وي. هميشه موضوعي مطالعه کوئ! کله مو چې د يوې موضوع په اړه مطالعه شروع کړه د هغې موضوع په اړه مناسب معلومات ترلاسه کړئ او له هغې وروسته بیا نورو موضوعاتو کتابونو لوستل شروع وکړئ. له کتاب لوستلو وروسته د کتاب نچوړ په خپلو الفاظو ولیکئ، دا کار به د لوستلو سره ستاسو د ليکلو هنر هم قوي کړي. له کومو موضوعاتو سره چې علاقه لرئ هغې موضوع په اړه مطالعه وکړئ، دا کار مو فکري قوه غښتلی کوي؛ د هر کتاب لوستلو څخه وروسته د ځان لپاره يو جائزه وټاکئ، د بيلګې په ډول له ځان سره ووايئ چې که دا کتاب مې تر پايه ولوست له ملګرو سره بهر چکر ته ځم... د کاغذ رنګ، د کتاب رنګ، د مطالعې ځای، د ناستې حالات، د کتاب او سترګو ترمنځ فاصله دا ټول ستاسو د مطالعې پر وړتيا اغیز کوي. ليکنه نور هم دي ځای پای ته رسوم هيله من چې دا ليکنه ستاسو خوښې وړ ګرځيدلی وي، *ستاسو بريا ته زه عبدالله امير دعاګانې کوم، او د برياوو په هيله يم.*

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (27)

27 ټولې رایې

5★
9
4★
6
3★
7
2★
4
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
شمس الرحمن 2 مياشتي دمخه

تا هم رېښتيا ده

avatar
حمیدالله صالحی 2 مياشتي دمخه

لیکنی دی ښکلی دی🥰🥰🥰 خوووو مشکل دلته دی چی زما لیکنو ته اجازه نه ورکوی چی نشر سي.

avatar
نیازمحمد فراهي 1 مياشت دمخه

زما ليکني ولی نه پریږدي چي نشر سی موږ خوشحاله وو چي زموږ پښتون ورور دی خو تعصب کوی

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan