oiuytrew
ریس خادیم

ملا نصرالدين او ساينس پوه :🤣

224 لیدنې 13 رایې
2.8 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 26 Aug 2026

ملا نصرالدين او ساينس پوه :🤣یوه ورځ د ملانصرالدین ښار ته یو ساینس پوه کس ورغلو خلکو ته یې وویل زه غواړم ستاسې له پوه او باخبره کس سره مجلس وکوم.خلکو چې بل څوک نه موندل، سړی یې ملا نصرالدین ته ور ووست.دوئ دواړه چې سره کیناستل، ساینس پوه په ځمکه یوه دایره رسم کړه، ملا نصرالدین په نیمایي خط پرې را کش کړو. هغه کس بیا هګۍ را واخیسته په دایره یې کېښوده، ملا نصرالدین د هګۍ تر څنګ پياز کېښود. هغه د لاس پنجه خلاصه کړه ملا نصرالدین ته یې ونیوله، ملا نصرالدین دوې ګوتې مخامخ ورته ونیولې.ساینس پوه له ملا نصرالدین څخه مننه وکړه او خپل ښار ته ولاړو. هلته خلکو پوښتنه ترې وکړه چې هغه ښار کې پوه کس و، که نه؟ ساینس پوه ویل: هو! د هغوئ ملا نصرالدین ‌‌‌‌‌‌ډيره ځيرک او پوه انسان دی؛ ما ورته په ځمکه یوه دایره رسم کړه چې ځمکه ګرده ده، هغه يې په نیمایي خط را کش کړو چې مطلب استوا کرښه هم لري. بیا ما هګۍ ورته کېښودله مطلب دا چې ځينې وایي ځمکه بیضوي ده، ملا نصرالدین پياز کېښوده مطلب چې یوه نظریه دا ده چې ځمکه ګرده ده. بیا مې لاس ورته ونیولو چې که ما او تا غوندې پينځه کسان وای؛ دنیا به جوړه شوې وه؛ ملا نصرالدین دوه ګوتې را ته ونیولې، مطلب دا چې اوس زه او ته دوه نفره شته یو.خلکو له ملا نصرالدین وپوښتل چې دغه سړي څه ویل؟ ملا نصرالدین ویل: هغه سړي اول یوه دایره رسم کړه، مطلب یې دا و چې زه یوه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خورم، ما په نیمایي خط ورته را کش کړو چې زه نیمه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خورم. هغه سړي بیا هګۍ کېښوده مطلب یې چې زه هګۍ هم ورسره خورم، ما پياز ورته کېښوده چې زه پياز هم ورسره خورم. هغه سړي بیا لاس پورته ونیوه مطلب دا چې غرق شې؛ ما ورته دوه ګوتې ونیولې، چې په دواړو سترګو ړوند شې. 🤣

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

2.8
2.8 (13)

13 ټولې رایې

5★
1
4★
2
3★
3
2★
7
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan