oiuytrew
پښتو ګهيځ

میمونه شنه شوه په خندا شوه ! د کاکا زوی ده ما به نه حلالوینه—- شیر علم او میمونې داستان

484 لیدنې 20 رایې
3.4 (20)
پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ 24 May 2026

د پښتو په ادب او ادبي تاریخ او همدارنګه په پښتني کلتور او ثقافت کې بېخي ډېرې روایتي کیسې شتون لري چې البته ډېرې یې خوله په خوله او سینه په سینه له یوه نسل ، دور او وخت نه بل نسل دور او وخت ته همداسې د وینا او شفاهي ادب په بڼه را رسېدلي او انتقال شوي دي. په دې کیسو کې د بلا ډېرو پاچاهانو ، ناویو ، بلاګانو ، شیشکو ، پېریانو ، جنګونو او دېوانو کیسې شتون لري. دا کیسې به اکثره وخت پخوا د خوب په وخت کې مشرانو په ځانګړي توګه انا ګانو او میندو خپلو بچیو او لمسیانو ته ویلې او کوچنیان به یې پرې ویده کول. هغه وخت هم لکه د نن په شان ژوند ډېر پرمختګ نه وو کړی او اکثره خلک به د غریبۍ او بېوزلۍ له امله په یوه لویه کوټه کې سره ګډه ویده کېدل او د کیسې تر پایه به کوچنیان خامخا په ډوب خوب کېوتل.په دغو کیسو کې به ځینې کیسې ډېر وېروونکې هم وې او ماشومان به تل وېرېدل او د کیسې د اورېدو په ترڅ کې به یې لکه وېروونکی فلم فکر کاوه چې اوس به بلا راځي او موږ به هم خوري. دغه شان کیسې د نړۍ په هر هېواد او هر ګوډ کې شته هر قوم او ولس ځان ته خپل روایات لري. په پرمختللیو هېوادونو کې هم مور پلار او نیا ، نیکه خپلو کوچنیانو ته کیسې وایي خو په اروپا او نورو پرمختللیو هېوادونو کې د کیسو په کتابونو او فلمونو د عمر اندازه او کجه هم لیکل شوي وي او د ماشوم د عمر سره برابرې کیسې ورته کوي.د پښتو په ادبیاتو کې لا دا کرښې په لیکلي بڼه ځکه نه دي ټاکل شوي چې زموږه تاریخي کیسې لا تر اوسه په شفاهي بڼه ویل کیږي او د کور په مشرانو کې لا هم د زده کړې ، پوهې او تعلیم کمی دی. په هر حال راځم اصلي کیسې ته د پښتنو په شفاهي  ادبي تاریخ کې د ګوتو په شمېر اوه اته داسې کیسې او نکلونه شته چې هغه کیسې له پېړیو راهیسې خوله په خوله او بیا د ځایي شاعرانو په مټ او برکت منظومې شوي دي او تر دې وروسته بیا ځایي او سیمیزو سندرغاړو د ودونو او خوښیو په مجلسو او بنډارونو کې هماغه شان بوللي او سندرې کړي دي او د سندرې په ډول یې ټول عام ولس ته رسولي دي. دا چې پښتانه په ځانګړي توګه د ټنګ ټکور او سندرو مینه وال دي نو دغه داستانونه په هر ځل اورېدو د اکثرو په ذهنونو کې ثبت او پاخه پاتې شوي دي.د پښتنو په ادب کې د اوه اته مشهورو مشهورو داستانونو نه یو هم د میمنې او شیر عالم داستان دی چې دا هم د لومړي ځل دپاره د سیمیزو شاعرانو او سندرغاړو له برکته تر موږ رارسېدلی او تاریخي ارزښت یې خپل کړی دی کنه د پښتنو په ژوند ژواک کې ښايي د میمنې د کیسې په شان په زرګونو نورې ورته کیسې او نکلونه هم وي چې د نه پاملرنې له امله له تاریخي ارزښته نه دي برخمن شوي.باجوړ د پښتنو غني خاوره ده چې ډېر تاریخي او ادبي ارزښتونه په کې دي میمنه او شیر عالم هم د باجوړ د ناوګۍ د مامازو د کلي اوسېدونکي وو او د روایاتو له مخې میمنه د خپل خاوند شیر عالم د اکا لور وه د میمنې پلار خیر محمد نومېده او د شیر عالم پلار  سید محمد نومېده ، د معلوماتو او روایاتو له مخې شیر عالم تر میمنې دمخه بل واده هم درلود او میمنه یې دویم واده یا دویمه مېرمن وه یو روایت د باجوړ د یوه ځوان او په تاریخي مسایلو پو د مولانا جانزیب په وینا چې وایي ؛  میمنې باندې د خپلې بنې له خوا تور ولګېده او د مرګ کومې ته یې ورسوله. کیسه داسې وه چې شیر عالم په خپل کلي کې د تمباکو او نصوارو دوکان درلود او له تمباکو به یې نصوار جوړول د سیمې خلک به راتلل او د شیر عالم نه به یې نصوار او د چلم دپاره تمباکو اخیستل له ورځو یوه ورځ وه چې شیر عالم کور کې نه و او د کلي په هجره کې د کوم کلیوال مېلمانه راغلي وو د دوی د چلم دپاره تمباکو په کار وو نو دشپې ناوخته یې کلیوال  راغلی او د شیر عالم د کور ور یې څو وارې ټکولی میمنې فکر کړی چې ګوندې شیر عالم به وي نو دروازې ته راغلی او د کور دننه نه یې غږ کړی چې څوک یې کس ورته خپل مشکل ویلی او میمنې ورته په پټ مخ تمباکو یا نصوار ورکړي دي. تر دې ځایه د کیسې حقیقي بڼه ښکاره ده او د اصلي پېښې او شخړې ځای او مشکوک ټکی هم همدا دی. په پښتنو کې د ناپوهۍ له مخې ډېرې داسې پېښې رامنځ ته شوي او لا رامنځ ته کیږي چې د تربګنۍ او بنولۍ له تاوه یو بل ته دسیسې او شوم پلانونه جوړه وي ترڅو خپل رقیب یا بدنام او یا له منځه یوسي. دلته هم ښایي د میمنې بنې له همدې پېښې ګټه پورته کړي وي او د مولانا خانزیب د وینا په ملتیا ښایي بنې یې شیر عالم لمسولی وي.مګر یو بل عام روایت کې ویل کیږي چې شیر عالم ته خپل تربور بېرون پېغور ورکړی و چې ته کور کې نه وې او میمنې کوم کس ته په نیمه شپه کې تمباکو ورکړي. خو لنډه دا چې شیر عالم خبریږي د قهر او غضب څپې یې لاهو کوي او میمنې ته جاړه په لاس دریږي او ورته وایي چې هسې دې هم اوس حلالوم خو واقعیت راته وایه چې پېښه څنګه وه.بل روایت کې ویل کیږي چې شیر عالم ډېرۍ ته د تمباکو پسې تللی و او هغه وخت به له باجوړ نه ډېرۍ ته په تګ راتګ دوه درې شپې لګېدلې ، د ډېرۍ ، جلالا ،  مردان او ددې سیمې د شا او خوا تمباکو نه یوازې تر ننه په پښتونخوا کې مشهور دي بلکې په ټوله سیمه کې نړۍ وال شهرت لري. وایي کله چې کلیوال د تمباکو پسې د شیر عالم کور ته راغلو او ور یې وروټکولو نو میمنې او د شیر عالم لومړنۍ میرمن چې عجیبه نومیده په خټه ناصرخېله او شنډه وه هم راپاڅېده او میمنې ته یې وویل چې ته ورغږ کړه چې څوک دی کله چې کس ځان وروپېژنده او د تمباکو غوښتنه یې وکړه نو سمدواره یې د پښتنو د کلتور او دستور سره سم وویل چې میمنې زما دین په دنیا خور یې خو که لږ تمباکو راکړې چې مېلمه ته چلم ډکوم نو میمنه زړه نا زړه وه چې څه وکړي خو وایي چې تر شا پرې عجیبې غږ کړ چې خیر دی ور یې کړه. کله چې سبا شو او رڼا شوه نو بنې یې په کلي کور کې ګنګوسی خپور کړ چې بېګا میمنې ته کوم کس د تمباکو د اخیستلو په پلمه راغلی و او همدا شان دا خبره لکه د ځنګل اور تر نیمې ورځې په ټول کلي کې خپره شوه وایي کله چې شیر عالم کور ته راغلو نو د میمنې بنې خپل خاوند ته د تېرې شپې کیسه په شکمنه بڼه وکړه  او  شیر عالم یې راوپارولو.  وایي پښتني غیرت د شیر عالم ماغزه ویشول او سمدواره جاړه په لاس په میمنې پسې ولاړ میمنې ورته وویل چې کیسه دغه شان وه ، که څه هم میمنه په شیرعالم ډېره ګرانه وه خو دا داسې وخت او داسې تور او پېغور و چې د پښتون شیر عالم زړه یې لکه کاڼی کلک کړی و نو سمدواره یې میمنه په جاړه ووهله او بیا یې حلاله کړه  :په ناوګۍ کې اوبه نه وېد میمنې د وینو راغلل سېلابونهالله دې خوار کړه شیر عالمهد تمباکو په پاڼه چا کړي مرګونهد باجوړ د ناوګۍ د غلجو د کلي یو بل ځوان د خپل مړ شوي کاکا له خولې وایي چې هغه ویل : ویل کېدل چې یو وخت د شیر عالم د څو کسانو سره جنګ و نو په دغه وخت کې میمنه د لوڼ یعنې د نصوارو د غټ سوټي سره جنګ ته ولاړه او هغه کسان یې ووهل نو بیا ورته هغو کسانو ورو ورو دغه د بدنامۍ دسیسه جوړه کړه خو زما په نظر دغه روایت یا کیسه کمزورې ده او حقیقت ته نږدېوالی نه لري.د باجوړ یو بل ځوان علمي او کدري شخصیت چې اوس د همدغه داستان په هکله علمي او فرهنګي څېړنې کوي او خپل علمې ریسرچ پرې کوي مولانا اشنا باجوړی دی ، هغه د اردو ژبي لیکوال دوکتور حمیدالله هاشمي هغه لیکنه او نظریه رده وي کوم چې هغې په همدغه حقیقي داستان خپل خیالي او هنري داستان لیکلی دی او په هغې کې یې ویلي دي چې دا پېښه په خیبر کې شوې ده او میمنه د پښتني پخواني کلتور له مخې هغه وخت د خپل اکا د زوی په نوم شوه چې د اوه ورځو نوې زېږېدلې ماشومه وه او پلار یې خپل ماشوم وراره شیر عالم ته په نوم کړه.ښاغلی اشنا باجوړی وایي چې دا کیسه د تاریخي پېښو د څېړلو په پایله کې جوتیږي چې د نن نه څه کم او زیات سل کاله دمخه پېښه شوې ده او هغه خبرې رده وي چې ګوندې درې سوه کاله دمخه پېښه شوې ده. اشنا باجوړی وایي چې دغه کیسه په لومړي ځل ځایي شاعر میا جان لیکلی او هغه په یوه بیت کې د هغه وخت د نواب محمد جان خان نوم یاد کړی دی او د محمد جان خان دوره له ١٩١٢ نه تر ١٩٤٢ م کاله پورې وه ، همدا ډول ځوان څېړونکي او د باجوړ اوسېدونکی مولانا خانزیب هم د خپلو څېړنو په نتیجه کې دا نېټه ١٩٢٠م یاده کړې ده او بل لیکوال او څېړونکي انور نګار هم د څېړنو په نتیجه کې ددې پېښې اټکل ته بېخي نږدې ١٩١٨م کال لیکلی نو له دې ټولو څرګندیږي چې همدغه کلونه حقیقت ته ځکه نږدې دي چې د میمنې تر مړینې وروسته شیر عالم سوابۍ ته وتښتېده او ډېره هڅه یې وکړه چې هغه کس هم ووژني خو بریالی نه شو او هغه کس بیا د ځینو په وینا ١٩٧٠م کال کې پخپله مړ شو.  خو شیر عالم د هغه کس پلار په هماغه ورځ جومات کې وموند او مړ یې کړ. اشنا باجوړی وایي چې د دوی اصلي کلی د ډوډا کلی و او دوی له هغه ځایه د غلجيو کلي ته راغلي وو چېرته چې د شیر عالم کور ، دوکان او ژوند او چېرته چې همدا اوس هم د غلجیو د کلي په هدیره کې د میمنې قبر دي. د مولانا جانزیب په وینا میمنې هغه وخت یوه لور درلوده چې د دریو کالو وه او خوبانۍ نومېده هغه وایي چې د میمنې لور خوبانې له نن څخه شل کاله دمخه مړه شوه. د خوبانۍ یو زوی چې د میمنې لمسی کیږي اوس هم ژوندی دی چې شاجهان صاحبزاده نومیږي..ښاغلی اشنا باجوړی وایي چې وروسته شیر عالم ته دا جوته شوه چې میمنه بالکل پاکه ، بیګنا او پاک لمنه وه  همدا و چې هغه وتښتېده او قام ورپسې د وخت د دود سره سم لښکر وکړ خو په لاس ورنغلو او بالاخره شیر عالم په ١٩٤٠م کال کې په سوابۍ کې مړ شو. یوه بله اړینه خبره دا ده چې د شیر عالم د تمباکو د ټکولو هغه دوه پلنې او تختې ته ورته تیږي لا اوس هم شته په کومه یې چې میمنه حلاله کړې وه یوه یې د شیر عالم د کور په اوسني دېوال کې یښې چې ښکاري او بله یې دننه په بل دېوال کې داسې یښودل شوې چې لږه ښکاري.لنډه دا چې میمنه د بنې د بد نیت او یا هم د تربور د پېغور ښکار شوه.زما ( اټک ) په یاداښت کله چې موږ واړه وو نو کله کله به مو یو ځای نیم کې د سندرغاړو له خوا یا د پېښور راډیو له څپو دغه داستان اورېده او  د شیر عالم تصویر  زموږ په واړه ذهن کې د یوه ظالم او قصاب انسان ود میمنې او شیر عالم داستان ډېرو سندرغاړو ویلی دی او هر یو د داستان په منځ منځ کې ورسره د ځانه د غم ټپې هم یو ځای کړي دي چې کله یې څوک اوري نو خامخا یې اوښکې پر مخ راځي.ډېرو شاعرانو د میمنې او شیر عالم داستان لیکلی دی خو د میاجان داستان د دې تاریخي کیسې اصلي سرچینه ګڼل کېدای شي او په سندرغاړو کې هم د فضل الربي په غږ کې د پېښور راډیو د ارشیف داستان د تاریخي ارزښت له مخې د ساتلو او اورېدلو ځانګړی ارزښت لري.نو خلکه واورئ دا دغم نه ډک داستان دیاو میمنه حلالوي بد یې ګزران دینو پاک لمنه حیاداره ښکلې پېغلهنو بې قصوره حلالیږي ډېر ارمان دینو بلبلان دې په چغار په ټول ګلشن کېچې په ګلشن د بلبلانو نن خزان دینو هغه سروی په چمن د ګلو لښتهنو چې یې حسن ته مخلوق واړه حیران دینو چې حسن ته مخلوق واړه حیران دینو هغه پېغله حلالیږي زوګ سوران دینو سره غرمه ده میمنه حلالوینهنو سور په وینو د هغې پېغلې میدان دیخندا په روغو زړونو کیږيغماز راغلی زړه به څه خوشاله شینهپه وجود روغ درته ښکارېږمد زړه په سر به مې ونه شمارې داغونهنو میمنې خو دا هیڅکله نه ګڼلهوی زما خپل د کاکا زوی دی په ما ګران دینو شیر عالمه خدای دې خوار کړه څه دې وکړلاو دا څه وشول باجوړ ټول په لړزان دینو حیادارې پښتنې پېغلې ازار کړېاو د ناموس پانګه دې لوټ شوه کور دې وران دینو وار دې تېر د میمنې د تور وربل کړونو چې نن تړمې تړمې هر ګل د بوستان دینو شیر عالم غصې نیولی دی عالمهنو بد اختیاره هغه کور ته را روان دینو میمنې ته وایي تا حلالوم زهنو ستا په ژوند کې سرا سر زما تاوان دیپس ددې به ستا دیدن په ځان حرام کړمنو دا مې کړی نن قسم په پاک منان دید یار په زړه کې رحم نشتهځکه په وینو زه وصیت ورته لیکمهزړګي ته ډاډ پخپله ورکړممدام به څوک ډاډه کوي رټلي زړونهاو میمنه ورته له ورایه په خندا شوهنو ورته وایي سر او مال مې در قربان دیخو دومره وایم څه قصور دی ما نه شویچې زړه دی داسې نن زما نه پریشان دینو دومره وایم که څه قصور زما شویبس په مرۍ مې جاړه ږده دا دې احسان دینو که ما کړي ستا په حق بې وفایي وينو زما قتل بیا رواه په دا زمان دینو خدای دې نه کړي چې د قام نوم به بایلمهبدنامي خو سپکاوی د خاندان دینو په سیالانو کې خو پت دی چې پت نه وينو بې ننګي خو په دې پو شه چې کار وران دینو شیرعالم وی دوکه مه راکوه ما تهنو حقیقت راته معلوم ټول په ښه شان دیپه شمار یې یو الله پوهیږيدومره غمونه مې په زړه کې دي دننهنو تا زما په عزت اور دی لګولینو ستا دلاسه مې زړه سوی په نیران دینن تربور ما ته ستا په حد کړی پېغور دیاو له ډېره سوخته مې وجود ټول په لړزان دیاو ته بیګا وی د چا سره ولاړه په خبرواو څه دې کار څه دې غرض څه دی بیان دیپه نیمه شپه مې تربورانو یې لیدلېاو سوال جواب دې کړی پټ پنهان دینو میمنې ویل مېلمانه وو ستا راغلينو ته چې نه وې هغه شپه دا یې بیان دینو مېلمنو سره خلاص شوي تمباکو نونو بیا یو مېلمه و زموږ کور را رواننو دروازه یې ډبوله څو څو وارهاو زه راویښه شوم ما ویل دا مې جانان دینو دروازې ته ورنږدې شوم ما ویل څوک یېاو شروع کړی دی چې داسې سخت بد حال دییا مې د مخ برکت کم شو نویا ډېر اشنا شوم یار ته سپک له بڼې شومهوس مې په هیچا نه رسیږيظلم په خپل زړګي کوم بد حاله شومهنو هغه وویل زه مېلمه یم زما خورېلږ تمباکو که ما ته راکړې لوی احسان دیځکه ستاسو در ته زه راغلمه پخپلهموږ چلم نه دی څملولی د خپلوان دیاو خفه نه شې ته مې خور یې زه دې ورور یماو خپله خور دې زه ګڼم دا مې ایمان دیاو ما ورکړي تمباکو بیا په پټ مخ دينو اوس زما وایه په دې کې څه نقصان دینو میمنې د شیر عالم تسلي وکړهنو شیر عالم یې کله مني زړه یې سنګدان دینو میمنه د بې وفا اشنا دلاسهژوبله ژوبله ګور ته ځي افسوس ارمان دیبیا به د کلي په منځ نه ځمد مینې د سر قاتل به په کې وینهپه ناوګۍ کې اوبه نه وېد میمنې د وینو راغلل سېلابونهیه د میمنې افګارې زلفېسپاهیانو یوړلې زندۍ ترې جوړوینهد میمنې د مرګ اواز شوجینکو پرېښودل قلپی په تنورونونو یوه شپه شیرعالم خوب داسې لیدلونو چې په خوب میمنې سره ګویان دینو ګیله منه یمه زه له تا نه ډېره.لیک ، سمونه او راټولونه :اجمل اټک یوسپزی

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (20)

20 ټولې رایې

5★
5
4★
4
3★
7
2★
2
1★
2

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan