مېرمنې له وهل خوړلو وروسته خاوند ته وویل ، ځم او له تا شکایت کوم...!خاوند وویل، څه فکر کوې زه تاته اجازه درکوم چې له کوره بهر ولاړه ســې؟ مېرمنې وویل، فکر کوې د دروازو او کړکیو په تړلو زما د شکایت مخه نیولای ســــې؟ خاوند په ملنډو وویل، نو ته به څه وکړې.؟ مېرمنې وویل، اړیکه نیسم خاوند وویل، ټلیفونونه دي زما سره دي، اوس دي چې څه زړه غواړي ويې کړه... له دې سره مېرمن تشناب ته ننوته او دروازه یې په ځان پسې وتړله. خاوند په دې فکـــر، چې مېرمن یې شاید د تشناب له کړکۍ څخه د تېښتې اراده لري، له کوره بهر د تشناب کړکۍ ته په تمه ســـــــو. شېبه وروسته چې ډاډه ســـــو مېرمن یې د تېښتې اراده نه لري، بیرته کور ته د ننه ســــو. ګوري مېرمن یې اودس کړی او د جاینماز (یعنی مسله) پر لور روانه ده. خاوند ته یې وویل، اوس له تا څخه هغه ذات ته شکایت کوم، چې ما یې پر نوم قسم یاد کړی او ستا پر نامه ناسته یم، هغه ذات چې ستا هیڅ راز محدودیتونه ما له هغه ستر ذات سره له اړیکي نســـي راګرځولای. خاوند د مېرمنې له دې خبرې سره په فکرونو کې مېرمنې ته ځير دی، ګوري چې هغې سجده د معمول خلاف ډېره اوږده کړه او له سلام ګرځولو سره یې لاسونه لپه کړل، غوښتل یې دعا وکړي، چې خاوند یې مخې ته کشینستی؟ خاوند وویل، له دومره اوږدې سجدې وروسته لازمه ده، چې په دعا کې هم زما شکایت وکړې. مېرمنې وویل، زما په حق کې له خیانت سره سره فکر کوې زه به له دعا څخه منصرفه ســــــم.؟ خاوند وویل، په هغه ذات چې تا یې پر وړاندې دومره اوږده سجده وکړه، قسم کوم چې پر تا لاس پورته کول زما په واک کې نه بلکه غیر اختیاري ول. مېرمنې وویل، په همدې دلیل مې لوی رب ﷻ ته ستا په حق کې دعا او د هغه شیطان پر ضد شکایت وکړ، چې زمونږ په منځ کې یې لانجې ته لاره هواره کړه، ستا په زړه کې یې د وهلو وسوسه پیدا کړه، زه دومره جاهله هم نه یم چې د خپلې نړۍ ورانولو په پار د ښېرا لاسونه لپه کړم... خاوند د خپلې هوښیارې او ځیرکې مېرمنې له عاطفې مالامال فکر ته سترګې را ډنډ ســـــوې، د هغې لاسونه یې ښکل کړل او ژمنه یې وکړه، چې نور به یې لاسونه یوازې او یوازې له خپلې مېرمنې څخه د دفاع او هغې ته دعا له پاره پورته کیږي.🛑نوټ : خدای ﷻ دې ټولو هغوخویندو ته چې ودونه يې ندي کړې ، نیــک عمله او بختــور خاوندان ورته په نصیــب کړي .!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)