نارينه هميشه خپل دردونه پټوي !( 1 ) اوله کيسه د پلار او لور سهار وختي دروازه وټکیدله. هغه له کټ نه پورته شو، دروازه یې خلاصه کړه، نو مخامخ یې لور له خپلو دوو ماشومانو سره ولاړه وه. پلار يې ويل عایشه ته په دې وخت کې؟ نعمان چیرې دی؟ ولي هغه درسره رانغې؟ لور يې په ژړا شوه او وي ويل پلاره هغې ماته طلاق راکړ... دې خبرې د دې سپینږیري سړي ملا ماته کړه، خو خپلو اوښکو ته یې اجازه ورنه کړه چې ښکاره شي، بلکې لور ته یې تسلي ورکاوه لور یې په غیږ کې ونیوله، هیڅ پوښتنه یې ونه کړه، یوازې یې خپل ځان قابو کړ او ویې ویل: هيڅ غم مه کوه پلار دې لا ژندې دی .( 2 )دوهمه کيسهپه ټوله لار یې دا سوچ کاوه چې خپلې مېرمن ته څنګه ووایي چې له دندې څخه لرې شوی دی. اختر هم رانژدې و، پيسي ورسره هم نه وي، او دنده يې هم د لاسه ورکړي وه، کور ته چې ورسېد، مېرمنې یې وویل: راغلې؟ ستړې به یې، لږ ارام وکړه، ماښام بازار ته ولاړ شو، د اختر سودا لپاره.په مخ یې مسکا خپره کړه، ویې ویل: "هو، ولې نه! تیار اوسې ماښام ته." او ذهن کې يې تشویش ځای ونیو:( 3 ) دريمه کيسه د ورور او خورد غرمي مهال و، سختې ګرمۍ وهلې و. له کاره راغی، سم خپل کوټې ته لاړ. لا سترګې یې نه وې پټې کړې، چې دروازه په زور سره وټکیده. ور یې خلاص کړ، کشره خور یې ولاړه وه. لاس او پښې یې لړزېدل، سترګې له اوښکو ډکې، ساه يې بنده بنده کيده. ورور يې ويل ولې زما شهزادې په تا څه شوي؟ چا څه ویلي دي؟ خور يې ويل هو وروره، له مکتبه راستنه شوم، په کوڅه کې هلکانو چې ډېره يې تنګه کړم هره ورځ دغسي کوي.همدا یې چې واورېدل، قهر پرې غالب شو، مخ یې سور شو. باندې ووت، کوڅې څوک نه وو. بېرته راغی، خور ته یې اوبه ورکړې. له هغه ورځې راپدېخوا هر سهار خپله خور مکتب ته رسوي او غرمه یې بېرته راولي.( 4 )څلورمه کيسه د ملګريد مور عملیات يې وو. روغتون ته د تګ پر مهال يې په ټوله لار دا سوچ کاوه چې دا دومره لګښت له کومه برابر شو. چې روغتون ته ورسېد، ګوري یو اړخ ته پر چوکۍ يې ملګري ناست دی، داسې ښکارېده لکه ددې عملیات چې شوي وي. ور نژدې شوم، ډېر په تکليف کې و، لاس یې د خېټې اړخ ته نیولی و. ملګري يې وويل څه شوي یاره؟ ته ښه یې؟ په زوره یې مسکا وکړه: "هو، زه ښه یم..." خو هماغه شېبه باندې پري پوه شو. په شکمن انداز کې وپوښتل: دا دومره پیسې له کومه شوې؟ خدای مه کړه... تا خو... ملګري يې ويل هو، یو ګرده مې وپلوره. د مور نه خو څه شی زياد نه دی؟موږ اکثره د نارینهوو یواځې یو رنګ ګورو، چې ګویا ظالم، جابر، او شهوتپرست وي، خو دا هېرو چې نارینه هم نور رنګونه لري – هغه پلار دی، زوی دی، ورور دی، میړه دی – د ښځې ساتونکی دی. همدا ټولنه داسې نارینه هم لري، چې ځان لمر ته ایږدي، خو خپلې کورنۍ ته سیوری جوړوي...الله پاک دې دا ډول نارینه روغ رمټ وساتي.! آمین!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
152 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
184 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
282 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)