oiuytrew
ریس خادیم

نامتو کميډين چارلي چاپلين کيسه کوي

219 لیدنې 13 رایې
3.5 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 15 Aug 2026

نامتو کميډين چارلي چاپلين کيسه کوي: وايې ځوانې کې خپل پلار سره د سرکس نندارې ته لاړم، کتار کې اودريدلو، مونږ نه مخکې يوه شپږ کسيزه کورنۍ هم کتار کې ولاړ ول، بيوزلي و خو جامې يې پاکې وې، ماشومان يې خوشاله و او نندارې ته يې ډيره تلوسه وه. کله چې د ماشومانو فقير پلار د ټکټونو غرفې ته نيږدې شو او ټکټونه يې واخيستل ډير خفه شو ځکه چې ټکټونه ډير ګران و، خپلې ميرمنې سره وبونګدو، داسې ښکاريده چې ناراضه دې خو له خلکو شرميده چې ټکټونه بيرته ورکړي. پدې وخت زما پلار د شلو ډالرو نوټ له خپل جيب نه وويست او د فقير سړي پښو ته يې وغورځاوه، بيا يې سړي ته وويل ستاسې پيسې درنه لویدلې در پورته يې کړه. سړي چې شلګون جګ کړو د خوشالۍ نه يې سترګې لمدې شوې او زما پلار ته يې کتل ويې ويل شکر خدايه. کله چې زمونږ وار راغی پلار مې له لاسه ونيولم او له کتاره ووتو ځکه چې پلار مې پرته له هغه شلګون نه نورې پيسې نلرلې. دا ننداره راته تر ټولو نندارو غوره وه، زه په خپل پلار وياړم.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (13)

13 ټولې رایې

5★
4
4★
3
3★
2
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
حمیدالله صالحی 1 مياشت دمخه

واو څومره په زړه پوري

avatar
عبدالرازق میاخیل 1 مياشت دمخه

٨

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan