oiuytrew
ریس خادیم

ناکام محصل

325 لیدنې 13 رایې
3.9 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 26 Aug 2026

ناکام محصل : استاد له محصل نه وپوښتل چې ولې ناکام شوې؟ هغه ورته کړل چې کال۳۶۵ ورځې دی، پدې ورځو کې ۵۲ جمعې دي، د جمعې په ورځ، نه درس وي اونه مطالعه یوازې چکرې او سات تېرۍ وي. ۳۱۳ ورځې پاتې شوې، پدې کې دوه میاشتې (۶۰ ورځې) د ګرمۍ رخصت وي، چې نه پکې مطالعه کو او نه پکې درس ۲۵۳ ورځې پاتې شوې. په منځنۍ فیصدۍ که ووایو نو ۸ ساته خوب کوو اوس که د خوب ساتونه راجمع کړو نو ټولې ۱۲۲ ورځې کېږي. ۱۳۱ ورځې پاتې شوې د ورځې د روغتیا لپاره یو سات ورزش کوو دا ټول ساتونه چې راجمع کړو ۱۵ ورځې کېږي پاتې ۱۱۶ ورځې شوې. د ورځې درې وخته ډوډۍ خورو چې هر وخت خوراک نیم سات نیسي دسې ووایه چې ۱۹ ورځې دا شوې ۹۷ ورځې پاتې شوې. د ورځې یو سات خبرې کوو، دسې ووایه چې ۱۵ ورځې دا شوې پاتې ۸۲ ورځې شوې. کال کې دوه ازموینې لرو، چې لږ تر لږه۴۵ ورځې وخت دا نیسې چې دې ورځو کې درس هم نه وایو. پاتې ۳۷ ورځې شوې‌ ۱۰ ورځې یې ملي، مذهبي، بشري او نورې رخصتۍ شوې ۲۷ ورځې پاتې دي. په دوه میاشتو کې یوه ورځ ناروغې حساب کړه چې د کال ټولې ۷ ورځې کېږي پاتې شل ورځې شوې یو سات یا څه دپاسه یو سات د فلم او سریالونو لیده شو چې ټولې ۱۹ ورځې کېږي نو پاتې یوه ورځ شوه او دا هم زما د زوکړې ورځ وه، خو بدبختانه چې دا راباندې امتحان خرابه کړه .! ( 🤪 )

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (13)

13 ټولې رایې

5★
6
4★
2
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan