oiuytrew

ژوند را پېښه مو په خپلو اوږو بار پرته دهخدای خبر نور مو تر مخ څومره اوږده لار پرته دهد ستړو خدايه بې وصيت او بې ليدنه لاړوبې جنازې له غسله پاتې بې کفنه لاړوغربت څټلي يو د هجر په اوږدو کې اوسولکه چنار د خپل لامدۀ ډډ په جامو کې اوسونۀ تۀ راضي کړې مونږ او نۀ په دې يقين پاتې شونۀ مو ګټلې ده دنيا او نۀ د دين پاتې شوما د خپل سر قاتل ته دومره حوصله کړې دهما په خپل ژوند باندې دا خپله جنازه کړې دهپروردګاره دا خپل ژوند راباندې بار پروت دیزمونږ د ښار په هره لار کې يو ښامار پروت دیهر پهلوان دلته يو ځل د مټو زور ازمويچې هغه لاړ شي بيا يې نور او بيا يې نور ازمويخو! دلته سرماتی او غاښ ماتی پوچ مړوند پاتې دیهر پهلوان دلته د سرېښتو ډنډ کې بند پاتې دیدوی وينې زمونږه د بقا له پاره نه تويويزمونږ د بهبود او د فلاح له پاره نه تويويدوی خپلې موخې ، ستراتيژيانې او هدفونه لريدلته دوه مخي او څلور مخي سياستونه لريدوی خپل روزلي ايجنټان او ايجنسيانې لريد خپل هدف لاسته راوړلو پاليسيانې لريد نړۍ د جنګ ډګر زمونږ په خاوره جوړ دید مرګ سامان د مرګ دفتر زمونږ په خاوره جوړ دیهر څوک چې نوی او وژونکی لابراتوار جوړ کړينو استعمال ته يې زمونږ خاوره کې بازار جوړ کړياوس د نړۍ د اقتصاد فاينل ته چين وتلیلوبې ته بيا هماغه تور او هغه سپين وتلیپرون چې څوک ؤ نن هم لوبه د هغوی تر منځ دهاوسنۍ لوبه د CIA اوISI ترمنځ دهپاکستان دا وارې يو بل اسلام آباد جوړويهغوی درګر دی زمونږ په وينو اقتصاد جوړويهغوی کابل کې د پښتون د حق غوښتنه کويخو خپل پښتون ته بيا د خپل منګي اوبه نه ورکويپښتون پرون لاس په نامۀ دکرملېن مخې تهنن يې ټيټ کړی د ملا تير د واشنګټن مخې تهپټ له بارانه تر ناوې پورې همدۀ راوستېپښتونستان د خلکو پوزې تر نامۀ راوستې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (11)

11 ټولې رایې

5★
1
4★
2
3★
5
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan