oiuytrew
حنفي کوچی

نوي بيتونه

910 لیدنې 48 رایې
3.5 (48)
حنفي کوچی
حنفي کوچی 19 Sep 2026

هسې نه چې ما خپه کړې...! هسې نه لحاظ شي ختم...•ښه ډاډه اوس پکې ګرځه د زړګي په باغیچو کې فقط ته يې انتخاب يې په دې دومره ښايستو کې په بدل که زړه را نکړې دا به خوږ آغاز شي ختم هسې نه چې ما خپه کړې هسې نه لحاظ شي ختمته دې کيبر او غرور کړه موږ به خړی شونډې ګرځو ستا سوچونه وخوړلو اوس پرې کړې، شونډې ګرځو ترې هغې پرې نغمې وايه چې د حسن ساز شي ختم هسې نه چې ما خپه کړې هسې نه لحاظ شي ختمته د لمر رڼا ته خوښ يې موږ سپوږمۍ باندې مين يو دوی د ستا د مينې تږي موږ په دوۍ باندې مين يو هسې درنه خپه شي هسې نه دا راز شي ختم هسې نه چې ما خپه کړې هسې نه لحاظ شي ختمځان سره کوي خبرې لټوي پکې لفظونه ستا نامه پکې را تاو کړي ترينه جوړ کړي، بيا شعرونه ته چې نه يې، پاتې نشي د غزل اواز شي ختم هسې نه چې ما خپه کړې هسې نه لحاظ شي ختمتورې شپو کې را پيدا شي يار د ستوري په رقم ده بيخي ښه ده خو لږ ښوی يې د سرزورو په رقم ده د ښايست په جال کې ګير شي هسې نه دا باز شي ختم هسې نه چې ما خپه کړې هسې نه لحاظ شي ختمد کوچي حنفي زړه يې يادوې دې هميشه اوس چې له ياده دې ونوزي ته يې يې د ژوند ډيوه اوس هسې نه کيبر دې وخوري د ښکلا انداز شي ختم هسې نه چې ما خپه کړې هسې نه لحاظ شي ختم

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (48)

48 ټولې رایې

5★
11
4★
13
3★
11
2★
13
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan