نېستي : ﴿ د کلي او ښار عجيبه پرتله ﴾یوه شتمن خپل زوی کلي ته بوتلو، چې څو ورځې هلته واوسي او د خلکو ژوند وویني. تر څلور پنځو ورځو وروسته دواړه بېرته د ښار په لور روان شول. په لاره کې پلار له زویه وپوښتل: - دا ځای دې خوښ شو؟ - هو، ډېر ښه و - د خلکو ژوند ته متوجې شوې؟ - هو پلاره - ښه نو، څه شی دې زده کړل؟ هلک تر لږ فکر وروسته وویل: په دې پوه شوم چې موږ یو کوچنی سپی لرو خو دوی څلور لري. زموږ انگړ کې د اوبو یوه فواره ده خو دوی د لوی سیند خاوندان دي. زموږ چت کې څو تت څراغونه را ځوړند دي او د دوی چت رښتینو ځلاندو ستورو پوښلی. زموږ باغ تر څلورو دېوالونو محدود دی، خو د دوی انتها نه لري. د هلک د خبرو په اورېدو د پلار ژبه بنده شوه. هلک بیا وویل: - مننه پلاره، تا راوښودل چې موږ څومره نېستمن یو .!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)