هغه صحابي چې د اسلام دښمن و، خو د اسلام ستن شو، د عِکرِمه بن ابی جهلؓ کیسهعِکرِمه بن ابی جهلؓ د ابو جهل زوی و؛ هماغه ابو جهل چې د اسلام تر ټولو سخت دښمن ګڼل کېده. عکرمه هم د خپل پلار په شان د رسول الله ﷺ سخت مخالف و او په ډېرو جګړو کې یې د مسلمانانو پر ضد برخه اخیستې وه.کله چې مکه فتحه شوه، رسول الله ﷺ ټولو ته عامه بخښنه اعلان کړه، خو د څو کسانو نومونه یې واخیستل چې د هغوی جرمونه ډېر سخت وو، عکرمه هم پکې شامل و. عکرمه وډار شو او د یمن پر لور وتښتېد.د هغه مېرمن، ام حکیمؓ، چې مسلمانه شوې وه، د رسول الله ﷺ حضور ته ولاړه او د خپل مېړه لپاره یې امان وغوښت. رسول الله ﷺ ورته امان ورکړ.ام حکیمؓ عکرمه پیدا کړ. هغه لا د سمندر پر غاړه و، غوښتل یې له هېواده ووځي. مېرمن یې ورته وویل:زه له داسې چا راغلې یم چې د خلکو تر ټولو مهربان دی.عکرمه راستون شو او د رسول الله ﷺ حضور ته ولاړ. هغه وویل: یا رسول الله ﷺ! ته ما د نیکۍ، صلۀ رحم او بخښنې لوري ته رابولې، زه ګواهي ورکوم چې الله یو دی او ته د الله رسول یې. له هغې ورځې وروسته، عکرمهؓ داسې بدل شو لکه بل انسان. هغه به ویل: کوم مال مې چې د اسلام پر ضد لګولی و، اوس به یې د اسلام لپاره دوه چنده لګوم.هغه د اسلام لپاره په ډېرو جګړو کې ګډون وکړ او په پای کې د یرموک په جګړه کې یې د زمري په شان جګړه وکړه او شهادت ته ورسېد.
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
15 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
63 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
530 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)